سیاست

جمهور رئیس حامد کرزي د سویډن د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي د سویډن هېواد د نوي سفير ښاغلي پیتر سیم نیبی باورليک ومانه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ
د باورليک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې نن غرمه په ارګ کې پرځاى شول، د هېواد جمهور رئيس او د افغانستان لپاره د سویډن نوي سفير د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پراختيا په باب خبرې وکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس حامدکرزي ښاغلي سیم نیبي ته په خپله نوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه او په تېرو یوولسو او د جهاد په کلونو کې یې له افغانستان سره د سویډن د مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه.
همدا راز د هېواد جمهور رئیس په توکیو کنفرانس کې تر ۲۰۲۵ کال پورې له افغانستان سره د سویډن د مالي مرستو د ژمنې له امله مننه وکړه.
حامد کرزي هیله وکړه چې سویډن له افغانستان سره د پوهنې او روغتیا په برخو کې خپلو همکاریو ته لا زياته پراختیا ورکړي. 
په مقابل کې د سویډن نوي سفير ښاغلي پیتر سیم نیبی له افغانستان سره په دغو شویو او نورو بېلابېلو برخو کې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم د خپل هېواد د اوږد مهالو همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.
په دغو مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول او ددغه وزارت د تشریفاتو رئیس حمید صدیق ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته