سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي نوبتي راډيويي وينا

کابل باختر دزمري اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي نوبتي راډيويي وينا 
بسم الله الرحمن الرحيم
  ګرانو هيوادوالو ، خويندو او ورونو !
  السلام عليکم ورحمته الله وبرکاتو .
  زموږ د دې اوونۍ خبرې د نيکمرغه کوچني اختر له لومړى ورځې  سره سمون خوري .
زه له هر څه مخکې دنيکمرغه کوچني اختر له امله  ټولو ګرانو  هيواد والو ته مبارکي وايم  لوى خداى (ج )  دې د نړۍ دټولو مسلمانانو طاعات او عبادات په خپل دربار کې قبول او منظور کړي .
ګرانو هيوادوالو! 
زموږ نننۍ  خبرې تر ځمکې لاندې اوبو د کمښت او د اوبو په کارولو کې د سپما مسئلې ته اختصاص  لري .
اوبه  دژوندانه اساسي ماده  ده او له اوبو پرته  هيڅ ژوى   ژوند نه  شي کولاى،  نو لازمه ده  چې د دغې مهمې حياتي مادې په لګښت کې محتاط  و اوسو او د اړتيا په اندازه هغه  وکارو او په لګښت  کې يې له  افراط  څخه  ډډه وکړو .
ګرانو خويندو اوورونو !
زموږ  په هيواد کې د اوبو سر چينې يوه  د سيندونو او د ويالو روانې اوبه  دي او بله هم ترځمکې لاندي اوبه . دښارونو اودښاري ژوندانه  په پراختيا  سره په  ښارونوکې د وګړو شمير زيات شوى دى او په ټولو ښاري سيموکې تر ځمکې لاندې  اوبو له سرچينو څخه استفاده څو برابره  زياته  شوې ده .
سربيره پر دې زموږ د هيواد په کليو اوبانډو کې  هم زموږ  يو شمير هيوادوالو  په غير مسلکي ډول  د ژورو څاه ګانو په کيندلو او يا هم له  واټر پمپونو څخه په استفادې سره ترځمکې لاندې د اوبو  سرچينې د اوبو د کمښت له سخت خطر سره مخامخې کړې  دي .
زه له خپلو هغو ټولو هيواد والو څخه چې په ښارونو کې ژوند کوي هيله  لرم چې د اوبو په ورځني لګښت کې دې له  زياتې زړه سواندي سپما څخه کار واخلي ،کله چې موږ له  نلونو څخه اوبه  اخلو له استفادې  وروسته بايد نلونه وتړو  او  اوبه جاري  پرې نږدو کله چې په خپل کور کې له اوبو څخه استفاده کوو په احتياط سره او له خپلې اړتيا سره سم  هغه وکارو .
لکه څنګه چې سپما د اړتيا وړ لومړينو موادو په  ورځني  لګښت کې  سپما د کورنۍ د اقتصاد په ګټه ده په  همدې ترتيب په اوبو کې سپما هم ضروري ده ، هغو هيوادوالو چې په کليو اوبانډو کې يې ژوري څاګاني کيندلې دي او دواټرپمپونو  په واسطه له هغو څخه  اوبه راباسي  چې په هماغو سيموکې د نورو څاه ګانو او کاريزونو   د وچيدو سبب کيږي .
له خپلو هيوادوالو څخه زما هيله دا ده چې دغه  څاه ګاني  دې  دمسلکي کسانو په سلامشوره  په هغو ځايونوکې وکيني چې نورو څاه ګانو ته زيان  ونه رسوي او زموږ کاريزونه  وچ نه کړي او دغه راز په  هغو ځايونو کې چې  ژورې څاه ګاني کيني له هغو څخه استفاده دې له اړتيا سره سم او د بشپړې سپما په پام کې نيولو سره  تر سره کړي .
ترځمکې  لاندې اوبو کمښت او د هغو د کچې ټيټوالي نه يوازې  انسانانو ته ستونزې  پيداکوي بلکې د بوټو او  ونو د وچيدو سبب هم کيږي او سربيره  پر دې
ترځمکې لاندې اوبه د ځمکې د قشر د مرطوب  ساتلو لپاره هم خاص ارزښت لري .
ګرانو هيوادوالو !
  په روان فصل يعني د تودخې په فصل کې د هيواد په ښارونو په تيره بيا په کابل کې  ترځمکې لاندې اوبو کچه بيخي ټيټه شوې ده  د ښاري اوبو  رسولو دمسلکي اشخاصو د څيړنو له مخې  د هيواد دښاري سيمو ترځمکې لاندې اوبو  کچه  له لازمې اندازې څخه  ټيټه شوې  ده او په نتيجه کې يې د اوبو  ورکولو کچه دهرې ورځې په تيريدو سره کميږي .
له دې امله  موږ ټول بايد دغې اساسي  ستونزې ته پاملرنه وکړو  او اوبه په بشپړ
احتياط سره  او آن له ورځني اړتيا څخه کمه وکارو  چې زموږ  ښارونه د اوبو له
قلت اوکمښت  سره مخامخ نه شي .
دهيواد په ښارونوکې د موټرو مينځوونکي هم له اندازې څخه زيات اوبه کاروي .
د موټرو مينځوونکي او د موټرو خاوندان  هم بايد دغه ستونزه  په جدي توګه په پام کي ونيسي او په هغو ځايونوکې چې  رواني اوبه  شته بايد په  دې کار کې وکاروي چې دترځمکې لاندې اوبو د زيات لګښت مخه يې نيولي وي .
لنډه دا چې اوبه  يوه حياتي ماده   ده  او  دوګړو  د شمير په زياتوالي او په بيځايه  استفادې سره هغه کميږي .
  د ژوندانه  دبلي هرې مادې په شان اوبه هم په لګښت سره کميږي نو بايد په  پوره احتياط سره  له اوبو څخه استفاده وکړو  چې هم  زموږ ننني نسل اوهم زموږ کرکيلي اوهم  زموږ د ماشومانو د راتلونکي لپاره په دې هيواد کې د استفادې  او د ژوندانه د دوام لپاره کافي اوبه  ولرو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته