سیاست

د حامد کرزي د مبارکي پبغام

کابل باختر د وږي  دوه ويشتمه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د حامد کرزي د مبارکي پبغام.

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو له امله خپلې نېکې هیلې او د زړه له کومې مبارکۍ ټولو افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته وړاندې کوم.
د لوی خدای ج له درباره غواړم چې د افغانستان سرلوړۍ او با عزته ملت د اختر شپې ورځې په خوښۍ ولمانځي او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره تر بل هر وخته متحد او یو موټي شي.
په هېواد کې روانه جګړه د پردیو د ګټو او اهدافو لپاره ورځ تر بلې زور اخلي او د افغانستان خلک د دغې تپل شوې جګړې قربانیان دي. نو په کار ده چې په هوښیاري او دقت او ملي ګټو ته په پام سره خپل ګران هېواد له روانو جګړو او ناخوالو وژغورو.
همداراز په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو غواړم چې له جګړې او ورور وژنې لاس واخلي او ټول سره یو ځای د پردو د جګړې د ختمېدو او د سولې د راوستو لپاره کار وکړي او یو ځل بیا د طالبانو د تحریک پر مشرانو غږ کوم چې له جکړې څخه لاس واخلي او په هېواد کې د سولې د راوستو لپاره له خپل ولس سره مل او همکار شي څو د ټولو افغانانو په کامل اتحاد او اتفاق کې ګران هېواد د پردیو له مداخلو او منګولو وژغورو.
په پای کې یو ځل بیا د لوی خدای ج له درباره د افغانستان سرلوړو خلکو ته د تلپاتې سولې او سعادت استدعا کوم.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته