امنیت

درې تنه جعلکارانو دپوليسو له خوا ونيول شول .

کابل باختر دسلواغي شپاړسمه
دکورنيو چارو وزارت  ويندوى او ددغه وزارت له جنايي جرمونوسره  دمبارزې لوى رييس  نن  په  يوه ګډه خبري غونډه کې  ددريو تنو جعلکارانو دنيولو خبر ورکړ . ددوى دڅرګندونو له مخې ،دغه کسان دکورنيو چارووزارت له جنايي جرمونوسره  دمبارزې دپوليسو له خوا  له يوې اندازې جعلي سندونو سره  نيول شوي دي .
باختر اژانس دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر له خولې خبر راکړ: دکورنيو چارو وزارت ويندوى  صديق صديقي او ددغه وزارت  دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې لوى رييس مل پاسوال  عبدالرحمن رحيمي  دغه راز وويل چې له نيول شويو کسانو څخه يوولس ټوکه سپين لايسنسونه ، يونړيوال لايسنس ، يو پنځوس ټوکه  مستعمل پاسپورتونه چې اته ويشت ټوکه يې  جعلي دي ، يو سپين جواز سير دګڼې وهلو يومهر ، دترافيکو درياست دوه مهرونه چې له هغو څخه دلايسنس په جعل او تزوير کې کار اخستل کيده ، يو ټوک قرانکريم چې دخطي عتيقه  اثارو يوه برخه  چې لرغونتيايې  دوه سوه پنځوس کاله مخکې پورې اړه لري  ، رسمي وثيقې ، عکسونه ، تذکرې او دکابل ښار په پنځمه ناحيه کې دشوکت عزيز له سياحتي اوزيارتي شرکت څخه  نور سندونه ترلاسه شوي دي .
په همدې حال کې دجنايي جرمونوپرخلاف دمبارزې لوى رييس  دجنايي جرمونو پرخلاف  دمبارزې په لاره کې  وروستيو پرمختګونو او انکشافاتو ته  په اشارې سره وويل،ددغه رياست دکريمنال تخنيک  څانګه دنړيوالې ټولنې په مرسته اوهمکارۍ له لابراتوارونو او دمدرنې تکنالوژي له  وسايلو سره دمجرمينو دپيژندنې او دجعلي سندونو د تثبيت په لاره کې سمباله شوې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته