کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠
د کابل ولايت له امنيې قوماندانۍ څخه د جنرال محمد ظاهر ظاهر استعفا و نه منل شوه.
د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: حکومتي مقاماتو د کابل ولايت له امنيې قوماندانۍ څخه د جنرال محمد ظاهر ظاهر استعفا و نه منله، بلکې ټينګارکوي چې دى بايد په اوسنيو نازکو شرايطو کې خپلې دندې ته دوام ورکړي.
پرون د کابل ولايت له امنيې قوماندانۍ څخه د جنرال ظاهر استعفا په باب خبرونه خپاره شول، خو رسمي سرچينو دغه خبر تاييد نه کړ.
1 د یوې دقیقې څخه لږ