امنیت

دکابل د پوليسو مقامات : له دې وروسته به دجنايي پيښو دعاملينو په وړاندې تعرضي حالت ولري.

کابل – باختر آژانس دمرغومې اوويشتمه :
دکابل دپوليسو مقامات وايي چې له دې وروسته به دجنايي پيښو دمجرمينو او عاملينو په وړاندې له تعرضي حالت څخه کارواخلي.
دباختر آژانس دخبرله مخې: دکابل دساحوي زون د امنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دتحقيق رييس جنرال محمد ظاهر وايي: له دې وروسته به جنايتکارانو ته ددې وخت ورنه کړى شي چې د پوليسو په وړاندې په مقاومت لاس پورې کړي؛ بلکې پوليس به د هغوى په وړاندې تعرضي حالت ولري.
دجنرال ظاهر دغه څرګندونو په داسې حال کې کيږي چې څه موده مخکې يوې ډلې وسله والو غلو د مکروريانونو په ساحه کې تسليمي په باب دپوليسو دخبرداريو پروا ونه ساتله او په پوليسو ډزې وکړې.
دکابل دپوليسو ددغه مقام دڅرګندونو له مخې: د متقابلو ډزو په بهيرکې دوه تنه وسله وال غله ووژل شول او يوپوليس ټپي شو.
دغه راز دپوليسو دغه مقام په دې ټينګار کوي چې په کابل کې دجرمونو کچه ټيته شوې ده، خو په ښارکې دجنايت عوامل دغه راز شته.
دکابل دجنايي جرمونو دکشف او تحقيق رييس په وروستيو ورځو کې د پوليسو برياليتوبونه ښه بولي او وايي چې د تيرې يوې اوونۍ په بهيرکې يوولس تنه دجنايي فعاليتونو، وسله والو غلاو او وژنې په تور نيول شوي دي چې په دې جمله کې اووه تنه وسله وال غله ، دوه تنه لارښوونکي او د وژنې دوه تنه عاملين دي چې دکابل ښار د دريمى، شپږمې او اوومې ناحيې په مربوطاتوکې د وسله والو غلاو په څو پيښو کې لاس درلود .
په کابل کې د غلا د پيښې دوه تنه اصلي عاملين د بشر دحقوقو دکميسون دکميشنرى د مرستيال دکور او د کابل ښاروالۍ د يو جګپوړى چاورواکې دکور دمالونو غله بلل کيږي.
جنرال ظاهر تينګار کوي چې په کابل کې د انسان تښتونې پيښې صفر شوې دي، په داسې حال کې چې ددې کاله مخکې د انسان تښتونې يوه پيښه په کابل کې ثبت کېده.
دکابل دپوليسو ددغه مقام دڅرګندونو له مخې: په انسان تښتونه کې دجنايي بانډو کمزورتيا هغو وسله والو غلاوته ځيړکړل او په کابل ښار کې د غلا دوه وروستي پيښې دهمدغو بانډونو له خوا شوې دي.
دغه راز دپوليسو دغه مقام د يو پلار او زوى د نيولو يادونه کوي چې زوى يې د يو ټکسي موټر چلوونکى چې سپين ږيرې او يوه پښه يې معيوب وه؛ په وژلو سره دهغه موټر په خپل پلار پلورلى دى. دغه مجرمين ټول خبريالانوته وښودل شول او ټولو په خپلو کړو او جنايتونو اعتراف وکړ.
دکابل دپوليسو مقامات وايي چې دوى د جنايي مجرمينو او قانون ماتوونکو په وړاندې دمقابلې او عملي لوړ لاس لري او هيڅ جرمي پيښه نه شي کيداى له ٧٢ ساعتونو څخه زيات دپوليسو له نظره پټه پاتې شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته