ټولنه

ددوو کورنيو شپږ تنه غړي ټپيان شول .

کابل باختر  دليندي شلمه
  دسمنګانو ولايت په مرکزايبکو ښار کې دچاودنې له امله ددوو کورنيو شپږ تنه غړي ټپيان شول .
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي  جرمونو سره دمبارزي مدير سمونمل غلام محمد زلمي باختر اژانس ته وويل چې دغه پيښه دلاسي بم زيږنده ده چې دايبکو ښار په ظهرابي سيمه کې ديوې کورنۍ دکور دمالونو دليږدونې په وخت کې رامنځته شوه .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دې پيښه کې دښځو او ماشومانو په ګډون ددوو کورنيو شپږ تنه غړي ټپيان شول .
زلمي وويل تراوسه پوري روښانه نه ده چې لاسي بم په کومي کورني پوري اړه درلود او په دې باب دپوليسو له خوا څيړنې پيل شوي دي .
خبرځاى زياته کړه دپيښې ټپيان  د ايبکو ښار ملکې روغتون ته ليږدول شوي دي او دوه تنه  ټپيان  چې روغتيايي حالت يې خراب بلل شوي و دمزارشريف ښار روغتون ته ليږدول شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته