ټولنه

په بادغيس کې دڅه دپاسه دولسو کيلو مترو په اوږدوالي سړک کريړ واچول شو

کابل باختر د سلواغې  اووه ويشتمه :
دبادغيس ولايت دمقر په ولسوالۍ کې دڅه دپاسه اوولسو کيلومترو په اوږدوالي په سړک دکريړ اچولو کار بشپړ او دغه سړک ګټې اخستنې ته وړاندې شو .
دبادغيس ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست دمطبوعاتو مسوول نجيب الله  دادفر باختراانس ته خبرورکړ چې په دغه سړک دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دکليوالي لارې جوړولو دملي پروګرام له بودجې څخه دڅه دپاسه شپږ اويا مليونو اووه سوه زرو افغانيو په لګښت ددغه ولايت دمقر ولسوالۍ دخارستان له سيمې څخه  دنجک تر درې پورې  دڅه دپاسه اوولسو  کيلومترو په اوږدوالي او دپنځو مترو په سور کريړ اچول شوي دي .
ددغه سړک په اوږدوالي کې يو پنځوس پلګوټې او ددريو زرو مترو په اوږدوالي استنادي ديوال هم جوړ شوي دي او له دغه سړک   څخه په ګټې اخستنې سره دمقر په ولسوالۍ کې دکابو  دوه زره کورنيو ستونزې لرې شوې دي .
ددغه سړک دپرانستلو  په مراسمو کې د بادغيس ولايت سرپرست په پارلمان او ولايتي شورا کې دخلکو استازو ، دنورو ادارو مسوولانو او د مقر ولسوالۍګڼ شمير خلکو ګډون کړي و .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته