نړۍ

دنجونو دنکاح دجهاد لپاره دعراق دموصل ښار اوسيدونکو ته دداعش دډلې مهلت .

بغداد باختر د چنګاښ دريمه :
  دداعش غړو دروژې دمبارکې مياشتې ترپايه پورې دعراق دموصل ښار اوسيدونکو ته مهلت ورکړى دى چې خپلې ټولې لوڼې دنګاح دجهاد لپاره چمتو کړي .
دنهرين نت خبري سايت پرون خبر ورکړ چې په شرموونکي اقدام کې او دشريعت  او فتوا په نامه او دزنا دکبيره ګناه لپاره او نګاح دجهاد په نامه توجيه دداعش غړو په بيلابيلو لارو دموصل اوسيدونکو ته تر نيکمرغه کوچني اختر پورې وخت ورکړى دى چې ددغه ښار ټولې نجونې دډله ئيز نکاح دجهاد لپاره چمتو کړي .
دداعش ډلې په هغو جوماتونوکې چې دداعش دډلې دمشرابوبکر البغدادي  تر واکمنۍ لاندې دي دلودسپکرونو له لارې دغه غوښتنه بيان کړې ده .
دموصل يوې ديرش کلنې ښځې لمي اسعد  په دې اړوند دروسيې راډيو ته وويل:  داعشيانو دموصل له اوسيدونکو څخه غوښتي دي چې ددغه ښار ټولې نجونې دې له نيکمرغه  کوچني اختر وروسته دداعش ځواکونو ته په نګاح کړي .
ده وويل: دداعش غړو اعلام وکړ هر هغه څوک چې له دغه اقدام څخه سرغړونې وکړي مجازات کيږي . 
ددغه رپوټ له مخې ، دداعش افرادو دبغداد په شمال نينوا ولايت کې په دغې سيمې دواکمنۍ په لومړي ورځو کې ددغه ولايت خلک هم دې ته اړ ايستل چې نجونې دجهاد دنګاح لپاره داته  سوه ډالرو په بدل کې دوى ته وسپاري .
مخکې له دې هم دموصل په سلګونو ښځې له ځوانو زامنوسره يې دداعش دډلې له خوا دنکاح دجهاد داجرا کولو لپاره تښتولې  شوي دي .
په دې رپوټ کې ويل شوي دي چې دشيعه اوسني دبيلابيلو مذهبونو عالمان ټول دنګاح  دجهاد دفتوا دحرام والي په باب ګډ نظر لري خو وهابي عالمانو لاتراوسه پورې ددغې فتوا په  حراموالي کې چې دښځو پرخلاف  دتيري او تعرض  سبب کيږي کومه خبره نه ده کړې .
  داعش غړي  دنګاح په جهاد کې چې يو ډول زنا او په ښځو اونجونو تيرى بلل کيږي په يوشمير عقيده نه لري . او دا  ددغه شان افراطي  سازمانونو داخلاقي  انحطاط  يوه بيلګه ده .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته