امنیت

شل طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د غويي٣مه / باختر
شل وسله وال طالبان په هلمند کې له پوځيانو سره په جګړو کې ووژل شول او څلور نورټپيان شول.
دغه نښتې تيره شپه په نادعلي او سنګين او ناوې ولسواليو کې وشوې.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي؛ دغه جګړې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته رامنځته شوې. دغې قول اردو تاييد کړه په دې جګړو کې٢٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ نور ټپيان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې: پوځيانو په هلمند کې د ١٠ ښخ کړاى شويو ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماينونو د ښخولو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته