امنیت

د دوشي ولسوالۍ د پاکولو په مقصد عمليات پيل شول

کابل – باختر د وري دمياشتې ٨
د وسله والو طالبانو له شتون څخه د دوشي ولسوالۍ د پاکولو په موخه ددغې ولسوالۍ په کردکلي کې عمليات پيل شول.
د بغلان والي عبدالستار په يوه خبري کنفرانس کې وويل: د دغو عملياتو موخه د طالبانو لاسوهنو بندول او د دوشي سالنګ د لوى لارې د امنيت تامينول دي .
ده زياته کړه: په دغو عملياتوکې د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د تاله او برفک ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال ملاخان محمد زيات شمېر طالبان وژل شوي او ټپيان شوي دي چې دقيق شمېر به يې وروسته د مطبوعاتو له لارې خپور شي.
ده په ډاګه کړه : دغه عمليات به د دوشي ولسوالۍ کې د دښمن د لاسوهنې تر بشپړ بنديدو پورې دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته