سیاست

داجراييه رياست اعلاميه

کابل باختر دوږي  اتلسمه :
دافغانستان دملي اتل احمد شاه مسعود دشهادت دشپاړلسم تلين او دشهيد اوونۍ په اړوند داجراييه رياست اعلاميه .
دهېواددملي اتل احمد شاه مسعود دشهادت دشپاړلسمه  تلين او دافغانستان دنورو نومياليو او نوم ورکوشهيدانو دشهادت او دشهيد داوونۍ په مناسبت دشهيدانو دمقام درناوى کوو .
دافغانستان دملي اتل احمد شاه مسعود دشهادت کاليزه او دشهيد اوونۍ دسرو او تورو دتيري په وړاندې زموږ دديندارو ، ميړنيو او زړه ورو خلکو دجهاد ، مقاومت ، فداکاري  او سرښندنې او داسلامي  ارزښتونو او مورني هيواد ددفاع اوقربانۍ يادونه  ده .
دافغانستان ملي اتل زموږ دهېواد له نورو وياړلو شهيدانواو مبارزانو سره دزياتو ستونزو او ګړاونو  په ګاللو سره دژوندانه تر وروستۍ  سلګۍ پورې دافغانستان دازادۍ او خپلواکۍ دفاع وکړه او دخپلو سرونو په بيه يې  هېواد د يرغلګرو او تيري کوونکو له واکمنۍ څخه ازاد کړ .
شهيد احمد شاه مسعود دافغانستان او دهېواد دملي ګټو په باره کې فکر کاوه .
دهېواد ملي اتل ته هم  دجهاد په دوره کې اوهم دمقاومت په دوره کې دهېواد ملي ګټې  ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتيا له بل هرڅه څخه زيات ارزښت درلود .   شهيد احمد شاه مسعود په عمل کې ثابته کړه چې دافغانستان ورونو او برابرو قومونو ، ملي وحدت ، پيوستون او دهېواد دخلکو ديو والي درناوى کوي .
دهېواد ملي اتل په عمل کې  ثابته کړه چې دهېواددخپلواکۍ  په دفاع کې هيڅ کورنۍ مزدور او بهرني تيري  کوونکي ته نه تسليميږي .
په همدې  دليل دى چې دافغانستان دملي اتل احمد شاه مسعود نوم ، له جهاد ، مقاومت ، ازادۍ ، سرښندنې او ځان تيريدنې سره پيوند خوړلى دى او ترابده پورې به همدغه شان وي .
دشهيد اوونۍ او دوږي دمياشتې اتلسمه  سربيره پردې  چې دهغو دردونو ، کړاونو او سختيو  يادونه ده چې زموږ خلکو دخپل هېواد دخپلواکۍ او ازادۍ ددفاع په لاره کې ګاللي دي زموږ داتل ملت او خلکو دميړانې  اومقاومت يادونه هم ده . جهاد  او مقاومت دافغانستان په معاصر تاريخ کې دوه طلايي  او  زرينې دورې دي ، دافغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لري .
له سره پوځ او دطالبانو له تور تيري سره په مبارزه کې مجاهدينواو مقاومتګرانو د افغانستان  له ګوټ ګوټ  څخه کارنده حضور او ونډه لرله اوموږ په دې مناسبت دهغو داتلواليو او سرښندنو درناوى کوو .
په خواشينۍ سره له کلونو ګلونو  مبارزو دمقاومت اوسرښندنو  او شهادت وروسته لاتراوسه پورې هم زموږ په هېواد ، سيمه ، نړۍ کې دتروريزم او د ډار اچونې جرړې نه دي   وچې شوي او  زموږ دملت او خلکو او دنړۍ له نورو ملتونو اوخلکو څخه قربانى اخلي .
دهغو ډار اچوونکو پيروان او لارويان چې ددې هېواد په ملي اتلانو او په نورو شخصيتونو او مبارزانو بريدونه وکړل او کلونه کلونه يې په دغه هېواد او دنړۍ په نورو سيمو کې په توطيې اوجنايت لاس پورې کړ، لاتراوسه پورې هم دبهرني ملاتړ او پټنځي  په لرلو سره په افغانستان کې خپل جنايت ، وژنې او فساد ته دوام ورکوي دملي وحدت حکومت او دافغانستان داردو اتل منسوبان د هېواد  په ګوټ ګوټ کې له دغو وينې څښوونکو دښمنانو اوجنايتکارانو سره په جګړه کې دي او دهغوى دتوطيو په شينډولو سره يې  په دښمن ځپنده او وژونکي ګوزارونه کړي دي .
دامريکا دمتحده ايالاتو په مشرۍ نړيوالې ټولنې او دبرکس دهېوادونومشرانو په چين کې په خپلې وروستۍ غونډه کې يوځل بيا له افغانستان سره خپل غوڅ ملاتړ اعلام کړ او له ډار اچونې او دطالبانو  ، حقاني شبکې ، داعش ، لښکر طيبه او دجيش   محمد په ګډون له تروريستي ډلو سره په ګډې مبارزې باندې ټينګاروکړ او دتروريستي  ډلو د ملاتړې په توګه له پاکستان څخه يې وغوښتل چې ددغو ځالو او دفساد دجرړو ، له منځه وړلو کې له نړيوالې ټولنې او دافغانستان دحکومت اوخلکو سره همکاري وکړي .
د ډار اچوونې پرخلاف دمبارزې ، دولسواکۍ  دټيګښت او دحکومتي بنسټونو دپيلاوړتيا په دې برخليک ټاکونکي پړاو کې ، ددې تر څنګ  چې په اتحاد ، وحدت ، پيوستون ،  عادلانه سياسي مشارکت ، دتولنيزعدالت په تامينولو او دسياسي موافقه ليک  له مخې  داصلاحاتو په تطبيق باندې ټينګار کوو ،  له خپل ملت اوخلکو څخه غواړو چې هوښيارى او په عمومي پيوستون سره دتروريزم دجرړو دله منځه وړلو او وچولو په لاره کې چې دملي اتل يوه کليدي موخه بلل کيده له خپل حکومت او اتل وسله وال پوځ سره  مرسته وکړي چې دخلکو ديوه خادم او عادل نظام ترسيوري لاندې دسولې ، تيکاو او ژوندانه زمينه برابره شي .
  ختم_ عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته