سیاست

فضل الهادي مسلميار له يان کوبيش سره وکتل

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ١ :
د مشرانو جرګې   رييس فضل الهادي مسلميار نن دخپل کار په دفتر کې دافغانستان لپاره د ملګرو ملتودسازمان له  ځانګړي استازي ښاغلي يان کوبيش سره دانتخاباتي  مسلو په باب خبرې وکړې .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر  ورکړ :
په  دې کتنه کې  ښاغلي يان کوبيش  دافغانستان د دوو  پړاونو انتخاباتو په بهيرکې دخلکو د ستر رول  دستاينې په ترڅ کې وويل : چې   دډاکتر عبدالله عبدالله په غوښتنه اودتحول او تداوم ټيم په  موافقه او هم  د افغانستان د جمهور  رييس په غوښتنه  دانتخاباتو له مستقلو کميسيونونو   او د دواړو ټيمونو  دانتخاباتي کمپاينونو له مسوولينو سره همکارۍ ته  چمتو دى  چې دکميسيونونو  داستقلاليت  په پام کې نيولو  او دافغانستان داساسي قانون  او د ټولو نافذو قوانينو له  حکمونو سره  سم  دملګروملتو سازمان  د خلکو د پاکو  رايو  په تفکيک  او شميرنه کې   رغنده  رول ولوبوي .
ده زياته کړه  چې ملګري  ملتونه به  دهيڅ  خاص کانديد ملاتړ ونه  کړي . خو دا  چې  دخلکو د رايو نتيجه معلومه کړي  چې څوک به  د دغه ملي بهېر د شفافو رايو    په نتيجه کې  بريالى شي .
يان کوبيش  وويل  چې د شکايتونو د لرې کولو په خاطر له ناپاکو څخه دپاکو رايو په تشخيص کې د لازيات دقت په مقصد د رايو  دقسمي نتيجو داعلامولو دځنډولو په باب دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون د تصميم  ملاتړ کوي  چې د دريمګړو بنسټونو په څارنې سره  رامنځته شوې  ستونزې کمې شي  او د دواړو  لورو  دقناعت سبب شي.
ده زياته کړه  : په دې باب يې  ددواړو  نوماندانو  دانتخاباتي کمپاينونو له مسوولينو
او  د کميسيونونو له استازو سره   غونډې کړې    دي او دواړو لورو ددغه بهير ملاتړ کړى دى.
يان کوبيش  دغه راز د مشرانو جرګې له رييس او غړو څخه  وغوښتل چې دانتخاباتو دنتيجو او حق دار  ته د حق د رسيدو ،  دکميسيونونو دکار اودبيلابيلو  بنسټونو دڅارنې له پاى ته رسيدو وروسته ملاتړ  وکړي   چې افغانستان   يوه   سوله ييزه  او عادلانه سياسي ليږدونه   تجربه کړي.
دملګروملتو دسازمان دسرمنشي استازي دغه   راز د دواړو ټيمونوله ملاتړو څخه
وغوښتل  چې  ددغه شان ملي مسلو په  وړاندې   خپل زغم  وساتي  او د  انتخاباتو
دوروستيو نتيجو چې د دريمګړو ملي او نړيوالو بنسټونو تر نظر لاندې ترلاسه کيږي، درناوى وکړي.
په کتنه کې  د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار په  داسې حال کې   چې  دسنا مجلس   دنړيوالو چارو د کميسيون رييس عارف الله پښتون  او دمشرانو جرګې  د دارلانشا لوى رييس سيدحفيظ الله  هاشمي هم  حاضر و  دافغانستان دانتخاباتوپه بهيرکې دملګرو ملتو دسازمان او د ښاغلي يان کوبيش دهمکاريو له  امله د خوښۍ دڅرګندولو په ترڅ کې وويل :  هر اقدام  چې د نافذو قوانينو او موجودو طرزالعملونو په پام کې نيولوسره د هېواد  دانتخاباتوپه  ګټه ترسره  شي ، مشرانو جرګه يې ملاتړ کوي او غواړي  چې دملګروملتو سازمان دانتخاباتي کميسيونونو د کړنو په وړاندې دڅارنې رول  ولري  نه دا چې  ددغو  کميسيونونو ځاى ناستى وي.   خو زياته يې کړه  کميسيونونه هم  حق لري داستقلاليت په نامه  دخلکو پاکې رايې  هم   ضايع اويا ديو اوبل کانديد په  ګټه  عمل  وکړي.
د مشرانو جرګې رييس دغه   راز د  دواړو ټيمونو   له انتخاباتي کمپاينونو   څخه وغوښتل  چې دانتخاباتو د نتيجو په   باب له  هر راز اټکلونو څخه چې دعامه ذهنونو د مغشوش کيدو سبب کيږي ،   ډډه وکړي   او هم  بايد که    چيرې   يو انتخاباتي کارکوونکى تر پوښتنې لاندې نيول کيږي يو کارکوونکى يې ملاتړ ونه کړي ، ځکه  ديو اوبل انتخاباتي کارکوونکي  ملاتړ په پخپله  د لاسوهنې او داستفاده غوښتنې مانا  لري .
مسلميار دواړو انتخاباتي ټيمونو ته څرګنده کړه  چې د  برياليتوب په    صورت کې هېواد  خپل شخصي مال ونه بولي او  دخپلې سيمې  داشخاصو په   ټاکنې   سره دحکومت په انحصار لاس پورې  نه کړي  او ملي مشارکت د غوره سالارۍ   په پام کې نيولو  او دګوندونو ، تنظيمونو او بنسټونو د  استازو په   ګومارلو سره  رعايت کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته