امنیت

په تخار کې دازبکستان داسلامي تحريک ديو جګپوړى غړى وژل کيدل

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ١٩ :
دازبکستان داسلامي تحريک يو جګپوړ ى  غړى په تخار ولايت کې دافغان اوناټو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې ووژل شو.
ناټو وايي  چې جمعه خان  دتخار په ځينو سيمو کې تروريستي ډلو ته دجنګي وسايلو  او مالي امکاناتو دبرابرولو مسووليت په   غاړه درلود.
دازبکستان داسلامي تحريک  دتروريستي سازمان دغه جګپوړى غړى دتخار ولايت داشکمش  ولسوالۍ  په مربوطاتو کې وژل شوى دى.
باختراژانس  دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبرراکړ چې  په جمعه خان کله چې دتروريستانو ډلې ته دوسلو او مالي امکاناتو په برابرولو  بوخت و بريد وشو او ووژل شو.
خبرپاڼه زياتوي چې جمعه خان په تخار ولايت کې دازبکستان داسلامي تحريک جګپوړى غړى و.
ويل کيږي چې پوځيانو ددغو عملياتو په بهيرکې دازبکستان داسلامي تحريک دوسلو يوه ډيپو هم ترلاسه کړې ده.
دازبکستان داسلامي تحريک  تروريستي سازمان  دطالبانو له راپرځيدو وروسته  داسلامي ګوند  ، القاعده او طالبانو په ګډون  دنورو تروريستي ډلو ترڅنګ  په افغانستان کې په تروريستي فعاليتونو بوخت دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته