ټولنه

په کونړ کې ۶۰۰ اړو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
په کونړ کې پر ۶۰۰ بېوزلو کورنیو شړۍ ووېشلې شوې.
دغه مرسته په امریکا کې افغان مهاجرینو د جلالې مرستندوی بنسټ له لارې ووېشله.
د کونړ د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې دوره کې پر ۶۰۰ اړو کورنیو ګرمې شړۍ ووېشلې شوې.
زیاتره دغه کورنۍ د جګړو او نا امنیو له امله له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوې دي چې په بشري مرستو ته اړتیا لري.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته