کابل، غبرګولي۱۶مه، باختر
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د خواجه شيخ احمد کهدستاني ښارګوټي د فرهنګ خونه وکتله.
د خواجه شيخ احمد کهدستاني ښارګوتي د فرهنګ د خوني موسس عبدالجبار بارک د دغه ښارګوټي د فرهنګي او ټولنيزو فعاليتونو، د شعر لوستلو د پروګرامونو د جوړولو، د روږدو کسانو د درملنې د مرکز او ژوبڼ په اړه معلومات ورکړل او ژمنه يي وګړه چې په دغو برخو کې به له پخوا زياتې هڅې وکړي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د خواجه شيخ احمد کهدستاني په ښارګوټي کې د فرهنګ خونې د فرهنګي او ټولنيزو فعاليتونو د قدردانۍ په ترڅ کې وايي: د خوښۍ ځاى دى چې د هرات ولايت خيرغوښتونکي شخصيتونه د فرهنګي پروګرامونو له دې جملې د شعر لوستلو د پروګرامونو او د لرغونو او تاريخي اثارو په راټولولو او ساتنه کې فعاله ونډه لري.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د دغو تاريخي او لرغونو اثارو پر ساتنې او د فرهنګي او ټولنيزو کارونو پر دوام ټينګار وکړ او ژمنه يي وکړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په دې برخه کې همکاري کوي.
\ ج