ټولنه

ديوه بست لپاره ٤٣٠ تنو سيالي وکړه .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
٤٣٠ تنو نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبشري منابعو درياست داجراييه مديريت  په پنځم بست کې دشموليت په خاطر سيالي  وکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دبشري منابعو درياست داجراييه  مديريت په پنځم  بست کې دشموليت په خاطر رقابيتي ازموينه ددغه وزارت دمطبوعاتو دنړيوال مرکز په تالار کې  واخستل شوه .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبشري منابعو درياست دادارې دظرفيت دلوړولو او انکشاف آمر محمدعيسي خاطر زي څرګنده کړه چې په دې بست کې دنجونو اوهلکانو په ګډون ٤٧٠ تنو  ځوانانو نومونه ليکلي  و چې له دې جملې څخه ٤٣٠ تنه يې ددغه بـست  په شرايطو برابر  وپيژندل شول او په ازموينه کې شامل شول .
ده زياته کړه چې په دې بست کې دشموليت دازموينې په سلو کې  داتيا داوطلبانو تحصيلي درجه ، ليسانس ده 
خاطر زي  وويل چې ښايي دغه ازموينه دهېواد په کچه بې سارى وي ځکه چې ٤٣٠ تنو ځوانانو په يوه بست کې د شموليت په خاطر سيالي وکړه .
ده په يوه پنځم بست کې ددغه شمير داوطلبانو دګډون دليل له دغه ارګان سره دځوانانو علاقمندي اويا هم دځوانانو وزګارتيا او مجبوريت وباله .
داپه داسې حال کې ده چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني دځوانانو دنړيوالې ورځې دنمانځنې په مراسمو کې ژمنه وکړه چې دراتلونکي بودجې په طرحه کې هغه موارد په پام کې  نيسي چې دځوانانو دژوندانه په ښه والي باندې نيغ په نيغه  اغيزې ولري .
دغه راز جمهور رييس  دځوانانو ترمنځ دوزکارتيا  ستونزې ته اشاره وکړه او ويې ويل چې ډير ژر به دملکي خدمتونو په برخه کې پنځه زره دولتي پستونه اعلام شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته