کابل باختر د لړم شپږمه :
د ملي دفاع وزارت ويندوى ددغه وزارت په روغتيايي رياست کې د فساد دشتون په باب دسندونو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه .
دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمدظاهرعظيمي د اردو په روغتيايي رياست باندې د تور د لګولو په باب دمشرانو جرګې د شکايتونو د اوريدو دکميسيون دڅرګندونو په ځواب کې باخترآژانس ته وويل: په هغه صورت کې چې دمشرانو جرګې د شکايتونو د اوريدوکميسيون او يا بل کوم مرکز د فساد او نورو موضوعګانو په باب سندونه په واک کې ولري؛ د ملي دفاع د وزارت اويا د اداري فساد او بډو پرخلاف د مبارزې ادارې په واک کې ورکړي.
دقانون له مخې دهغو په باب څيړنه کيږي؛ له دې پرته د سندونو د نشتوالي په صورت کې دغه شان تورونه معقول او منطقي نه دي.
0 1 دقیقه لوستل