امنیت

په سلګونو تنه ساتنمنانو او سرتيري مسلکي زده کړې وکړې

کابل باختر دليندۍ ۲۵مه په کندز ولايت کې ۲۴۹ تنوساتنمنانو او سرتېرو شپږ مياشتې مسلکي زده کړې وکړې. د باختر آژانس د سيمه ييزخبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په کندز کې د شمال ختيځ زون د پوليسو د تعليمي مرکز په قوماندانۍ کې د کندز ولايت د ملکي او پوځي ادارو د مسوولينو، د ولايتي شورا د رييس، د مدني ټولنې د فعالانو او خبريالانو په ګډون جوړه شوې وه، د کندز ولايت مرستيال او سرپرست حشمت الله رحيمي عرض بيګي د امنيت تامينول د پوليسو له مهمو او اساسي دندوڅخه وبلل او زياته يې کړه چې هيله لري دغه فارغين د هېواد په وړاندې خپل مسووليتونه په ښه ډول ترسره کړي. په شمال ختيځ زون کې د پوليسو د روزنيز مرکز قوماندان سمونوال زبر دست صافي وويل چې دوه سوه نهه څلويښت تنه ساتنمنان او سرتېري په دغه مرکزکې له شپږ مياشتني عملي او نظري زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل . ددغه پروګرام په پاى کې ستاين ليکونه او د فراغت سندونه په فارغانو وويشل شول . د يادونې وړ ده چې دا له دغه مرکزڅخه د فراغت ۲۹ مه دوره ده. ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته