سیاست

جمهور رئیس غني: سږکال اساسي اصلاحاتوته تیار یوو

کابل باختر دوري دمياشتې ١٠:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، لوګر او میدان وردک ولایتونو او د کوچیانو او د جنوب ختیځ زون ولسي شورا له استازو او مشرانو سره ناسته لرله.
دجمهور ي رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې ناسته کې چې پرون ماښام په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د یادو ولایتونو، کوچیانو او جنوب ختیځ زون ولسي شورا استازو د امنیت، روغتیا، لویو لارو، زده کړو، تحصیلاتو، د کدرونو د استخدام، د بندونو، د ځمکو د غصب، اداري فساد، برېښنا، د څښاک د اوبو، د سړوخونو، د قېمتي ډبرو د قاچاق، د ناتمامو پروژو، د کوچیانو د مېنو او څړځایونو، لیلیه او ګرځنده ښوونځیو، تحصیلي بورسونو، سرحدي ولسوالیو، متوازن انکشاف او نورو برخو کې د خپلو اړوندو ولایتونو او ولسونو ستونزې جمهور رئیس سره شریکې کړې.
جمهور رئیس د دوی د ستونزو او غوښتنو له اورېدلو وروسته وویل، غوښتنې مو منطقي دي، چې د امکاناتو په رڼا کې به پر وخت پوره شي.  هغه زیاته کړه، په حکومت کې مشارکت ستاسو ټولو حق دی، خو د افرادو او خپلوانو د مقررولو پرځای په معیارونو بحث  وکړئ، تر څو اساسي نتیجې ته ورسېږو.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، سږ کال به د۹ ۲ بندونو د جوړولو کار چې پیسې ورته پیدا شوې دي پیل شي، خو لا هم وزارتونه د بودجې د معقول مصرف ظرفیت نه لري. هغه زیاته کړه، سږکال د اوبو او ځمکو انسجام کوو، تر څو یو تحرک رامنځته شي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، وطن  په ټینګه اراده جوړېږي او ساتل کېږي. هغه زیاته کړه، د افغانستان د نظامي اکاډمي ۶۰۰ نوي فارغان د همدغې ارادې په اساس  پرون هلمند ته لاړل، مګر یو شمېر بې ارادې ځوانان له وطن څخه د تېښتې په حال کې دي.
جمهور رئیس وویل، تېر کال د افغانستان د بقا او سږنی  د تحرک کال دی. تېرکال د بودجې د کسر تر څنګ نړۍ هم له افغانستان څخه د وتلو په حال کې وه، چې بالاخره مو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې دوامداره همکاریوته قانع کړه.
جمهور رئیس غني روان جنګ تحمیلي جنګ وباله او څرګنده یې کړه، چې تېر کال مو د جنګ اوه پړاونه تېر کړل، دښمن غوښتل چې څو ولایتونه ونیسي، خو زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په مېړانه د هغوی پر وړاندې وجنګېدل.
هغه زیاته کړه، زموږ ځانګړي ځواکونه کولی شي چې هره شپه پنځه او هره ورځ په پنځلسو بېلابېلو ځایونو کې عملیات وکړي.
جمهور رئیس وویل، سږکال اساسي اصلاحاتواو له فساد سره مبارزې ته  تیار یوو. هغه  څرګنده کړه، چې ۱۲۰ قاضیان بدل شوي او د لوی څارنوالۍ په برخه کې به هم اصلاحات راشي.
جمهور رئیس غني د افغانستان د مېوې د صادراتو زیاتوالي ته په اشارې وویل، دجوزا له میاشت څخه به هره ورځ ۶۰۰ ټنه مېوه د باریک اب صادراتي پارک څخه بهر ته صادره شي.  هغه زیاته کړه، د سولې په برخه کې باید پاکستان سره اساسي نتیجې ته ورسېږو او ترانزیت ته د جهت ورکولو په برخه کې هم له پاکستان سره په بحث اخته یوو.
محمد اشرف غني وویل، دا ناستې به دوامداره وي، بل ځل راته د هر ولایت په کچه پنځه داسې کارونه ووایئ چې د امکاناتو له پلوه زموږ په اختیارکې وي او له تخنیکي پلوه یې په یو کال کې بشپړول ممکن وي. هغه ټینګار وکړ، په هرو دوو میاشتو کې د پرمختګ راپور راڅخه واخلئ.
جمهور رئیس د سرحدي ولسوالیو وضعیت ته په اشارې وویل، په تېرو کلونو کې د پکتیا، پکتیکا او خوست سرحدي ولسوالۍ مطلقې هېرې شوې دي، انکشافي پروژې نه دي په کې پلې شوي، ودانۍ، کافي  ښوونځي او ښځینه ښوونکې هم نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته