خبرونهامنیت

د هرات په درېو ولسواليو کې ۲۱ طالبان ووژل شول

کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر

يو ويشت وسله وال طالبان تېره شپه د هرات په درېو ولسواليو کې ووژل شول.

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده باختر آژانس ته وويل چې د تېرې شپې په نيمايي کې لسګونو وسله والو طالبانو د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په نورزايي سيمه کې د پنځم سرحدي کنډک د نيولو په خاطر يرغل وکړ چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

ولي زاده زياته کړه: په دې پېښه کې ۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ نور یې ټپيان شول. دغه راز يو امنيتي منسوب ټپي شو او د طالبانو جنګي وسايل له منځه يوړل شول.

د يوبل خبرله مخې:

اته وسله وال طالبان تېره شپه د هرات د اوبې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په هوايي بريد کې ووژل شول او ٧نور یې ټپيان شول.

په يو بل خبر کې ویل شوي دي چې د غوريانو ولسوالۍ په چای ګردنه ساحه کې ۸ وسله وال طالبان په چاويدونکو توکو بار خپل موټر په چاودنه کې ووژل شول.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته