فرهنګ

دخداوندګار بلخ نړيوال سيمينار پاى ته ورسيد .

کابل باختر د وږي څلورمه :
دخداوندګار بلخ نړيوال سيمينار  چې دروان هجري لمريز کال دوږي دمياشتې له لومړى نيټې څخه تر دريمې نيټې پورې دمزارشرف  او کابل په ښارونوکې جوړ شوې و  پاى ته ورسيد .
دغه سيمينار چې په تهران کې دافغانستان دسفارت دفرهنګي اتشه  په وړانديز او پرله پسې  هلوځلو سره دايکو دفرهنګي موسسې په همکارۍ جوړ شو په هغه کې دافغانستان ، ايران ، تاجکستان ،هندوستان ، ترکيې او دپاکستان دهېوادونو دادبي اوفرهنګي برخو مشهورو پوهانو او مولانا پيژندونکو او د ځينو نورو هېوادونو ميلمنو  ګډون کړى و .
دايکو فرهنګي موسسه داقتصادي همکاريو  دسازمان تر څنګ د فرهنګي همکاريو دپراختيا په موخه دافغانستان ايران ، تاجکستان او دپاکستان دهېوادونو په اصلي غړيتوب جوړ شوى دى او دسيمې ځينې نور  هېوادونه په غير رسمي  ډول په دې موسسه کې شامل دي .
ددغه سيمينار دجوړولو  پيشنهاددلومړۍ ځل لپاره د ١٣٩٣ کال  په وروستيو  وختو کې په تهران کې دافغانستان دسفارت دفرهنګي اتشه له خوا دايکو فرهنګي موسسې ته وړاندې شو او دغې موسسې دغه وړانديز ومانه او وپتيل شوه چې دغه سيمينار دې  په ١٣٩٤ کال کې په افغانستان کې جوړ شي خو دستونزو په نسبت دغه سيمينار جوړنه شو او په هغه سفر کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونودچارومعينې  پوهنيارې سيدې مژګان  مصطفوي  تهران ته درلود په دې برخه کې يې  دايکو دفرهنګي موسسې له مسوولينوسره وکتل اوپه دې کتنه کې دخداوندګار بلخ دنړيوال سيمينار له جوړولو سره موافقه وشوه .
دخداوندګار بلخ  نړيوال سيمينار دروان کال دوږي دمياشتې په لومړي نيټه دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني دپيغام په لوستلو  سره په کار پيل وکړ.
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت اداري ، مالي اوګرځندوى  معين زردشت شمس  دجمهور رييس محمد اشرف غني   پيغام ولوست .
  چې په يوه برخه کې ېې ويل شوي دي :
  خوشحاله يم چې دلوى شاعر او عارف  مولاناجلال الدين محمد سيمينار په هغه ځاى کې جوړيږي چې مولانا پکې دنيا ته راغلى ځاپورې يې کړى او دماشومتوب  کلونه يې تير کړي دي .
په پيغام کې ويل شوي دي  چې  حضرت مولانا  نه يوازې دافغانستان بلکې دټولې اسلامي دنيا او ټول بشريت وياړ او افتخار دى.
جمهور رييس  په خپل  پيغام کې وويل :
دغه سيمينار  يوښه فرصت دى چې ديوه عظيم انسان ژوند ، کارنامو اوافکارو ته يوځل بيا کتنه وکړو او دخپل وخت د ستونزو اومشکلاتو په اواري کې ورنه الهام واخلو حضرت مولانا  ديوه لوى عارف شاعر  په حيث بشريت ته داسې پيغام لري چې داوسنيو خلکو لپاره يې اهميت کم شوى نه بلکې زيات شوى دى  جمهور رييس په پاى کې  هيله کړې ده  چې   په دې سمينيار کې  برخه وال پوهان  او استادان  دمولانا  دافکارو او هنر په معرفي کولو کې  هلې ځلې وکړي  او زياته ګټه  ورڅخه واخلي .
وروسته  دملي وحدت دحکومت داجراييه رييس   ډاکترعبدالله عبدالله پيغام  ددغه رياست دوياند  ډاکتر مجيب الرحمن  رحيمي له خوا ولوستل شو  چې په هغه کې ويل شوي دي :
خوښ يم چې نن  دحضرت مولانا بلخي  د فلسفي  او عرفاني افکارو  او مفکورو  دڅيړنې لپاره  دخداوندګار بلخ  نړيوال سيمينار  دده په  اصلي ټاټوبي  ام البلاد  بلخ کې  جوړيږي . او له افغانستان  او دسيمې  له هېوادونو څخه  يوزيات شمير مينه والو  ،  دنظر خاوندانو ، فرهنګيانو او عارفانو  پکې ګډون کړې دي  او دختيځ  ددغه  نابغه  د ستر شخصيت  درناوى کيږي .
په پيغام کې دغه راز ويل شوي دي  دافغانستان خلکو ته  د مباهاتو  او وياړ  سبب دى  چې مولانا  جلال الدين محمد بلخي  په دې خاوره کې  وزيږيد  او بلخ  خپل  کور او ټاټوبي  او خپل  لومړنى  روزنځاى  بولى  .
دى که څه هم له بلخ څخه  مهاجر شو خو په دې ټاټوبې کې دده دماشومتوب د دوران خاطرې په ښه توګه ياديږي .
مولانا دعلم ، عرفان او ادب يو نوميالي او نابعه او داسلامي نړۍ  يو بې سارې  معنوي  فرزانه  اومجزوب  بلل کيږي .
  ددغه سيمينار دپرانستلو په مراسمو کې دغه راز  په تهران کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دسفارت  فرهنګي اتشه  او  دخداوندګار  بلخ  دسيمينار  منشي  او جوړونکي  محمد افسر رهبين  دسيمينار دجوړولو دکميسيون  دکړو وړو په اړوند  چې له دوو مياشتو راپديخوا  دسيمينار   د مقدماتو په جوړولو بوخت و ،   معلومات وړاندې کړ . 
  دايکو يا داسلامي هېوادونو  دکنفرانس  دفرهنګي کميټې رييس  ډاکتر  افتخار حسين عارف  په خبرو کې  مولانا جلال الدين محمد بلخي  او افکار يې  په افغانستان  پورې محدود  ونه بلل  او ويې ويل  چې  له دغو افکارو څخه ټوله نړۍ  استفاده کوي .
  ده وويل : ايکو  په مولانا  وياړي  او مولانا  داسلامي نړۍ  له نوابغو څخه  بلل کيږي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  په دې سيمينار کې  دسيمينار  له جوړونکي څخه  دمننې تر څنګ  هيله وکړه  چې دغه سيمينار  د ښو  سيمه ئيزو همغږيو  او د دغه  واله مقام شاعر  داثارو  ، مفکورو او شخصيت  په باب  دڅيړنو زمينه برابره کړي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونودچارو معينې  څرګنده کړه مولانا  د بشر  له تلپاټې  وياړنو او دتاريخ په اوږدو کې  دانسان دنسل  دمباهاتو  سبب دى .  او  مثنوي معنوي  دبشري معرفت  او ادب  له تلپاټې  او  بې سارو  اثارو څخه دى  چې  علمي  _ عرفاني عظمت يې  دسياسي اعتبار پولې  رانغاړلې دي .
مصطفوي وويل : مولانا دومره ستر دى  چې  دنړۍ  پراختيا  هغه ته  کوچنى  او ناڅيزه ده . او دده په خبره  په  احصار و انحصار کې  هغه ته ځاى ورکول  په کوزه کې  دسمندر په شان دى .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې  دمولانا  افکارو او په ټول بشريت  دهغه  اغيزو ته  په اشارې سره  څرګنده کړه : دمولانا افکار  او اثار په سيمه  او زموږ په هېواد کې  دبيلابيلو مذهبونو  او باورونو  دپيوستون  يوه ډيره مهمه  کړۍ  ده .
پوهنيارې مصطفوي  سولې او امنيت ته دخلکو  داړتيا  په پام کې نيولو سره څرګنده کړه   چې  دمولانا په رايو او افکارو  دمنګولو لګول روښانه لاره  او سولې ته  رسيدل  زموږ  په واک کې  راکوي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې  په پاى کې وويل:  په دې موضوع  په پوهيدو سره  چې فرهنګي پراختيا او همکاري  په سيمه کې  ددايمي سولې  او امنيت  سبب کيږي  او  دسوله ئيز  انساني ګډ ژوندانه او ددوستي دټينګښت زمينې برابروي . او دايکو دسازمان  دغړو هېوادونو ترمنځ  دفرهنګي  تعاملاتو پراختيا يو بيړنۍ  ضرورت بولي  .
  دغه راز  دخداوندګار بلخ  سيمينار  په پرانستوونکو مراسمو کې دبلخ ولايت  دسرپرست  عطا محمد نور  ،  دبلخ دولايتي شورا  ،  دبلخ پوهنتون ، دافغانستان دعلومو اکاډمي  او دځينو نورو بنسټونو پيغامونه  ولوستل شول .
او وروسته  د مثنوي او معنوي  ديباچه  دتولې له غږ سره يوځاى  دمحمد ذاکر ذاکر له خوا ولوستل شوه .
له بلې خوا هم  داحرار دډلې له خوا  تياتر اجرا شو او رباب وغږول  شو چې  دمينه والو له خوا يې  هرکلى وشو .
  په پاى کې  دخداوندګار بلخ  دسيمينار  دشعر دازموينې نتيجې  اعلام شوې  او دريو غوره  شاعرانو ته  جايزې  ورکړى شوې .
  دسيمينار دپرانستلو دمراسمو  په يوه برخه کې   دانځورګرۍ  ،  ښکلي ليکنې او دعکاسي  نندارتونونه  جوړ شول .
ددغه سيمنيار  علمي غونډه دلومړى ورځې  له غرمې وروسته  داسلامي هېوادونو دکنفرانس دفرهنګي کميټې درييس  ډاکتر  افتخار حسين عارف په مشرۍ  او  د شاعر ، څيړونکي او په تهران کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دسفارت  دفرهنګي  اتشه  محمد افسر رهبين په معاونيت  جوړ شو .
  په دې غونډه کې  استاد حيدري وجودي  دمثنوي معنوي نقد حال انسان ها  تر عنوان لاندې مقاله ،  ډاکتر محمد حليم  تنوير  دنداى اسماني  تر عنوان لاندې مقاله ، سر محقق  حبيب الله رفيع   د متن انتقادي  مثنوي معنوي ترعنوان لاندې مقاله  او  منيژه بهره   د اموزش  و پرورش  در انديشه هاي  مولانا وجامعه شناسان  اموزش و پرورش  تر عنوان لاندې مقالې  ولوستلې  او دبرخه والو  پوښتنو ته يې  ځواب ووايه .
  دغه راز  په دې برخه کې  د  عيارانو دډلې  له خوا د عياران  سرود  اجرا شو .
  داستاد ډاکتر قاسم شاه  اسکند  په مشري  او د فضل الرحمن  فقهي  په معاونيت دسيمينار په دويمه ورځ   دغه مقالې ولوستلې شوې .
١_ دسير در ګستره انديشه مولانا  تر عنوان لاندې د ډاکتر شمس الحق  ارينفر مقاله .
٢_   دګويش واژه هاي  از غزليات مولانا درشناخت  کجايي او تر عنوان لاندې د ډاکتر محمد حسين  يمين  مقاله .
٣_  د فولګلور  درمثنوي ترعنوان لاندې دپوهندوى  اسد الله  حارس  مقاله 
٤_  د  جهان بيني  عشق خدايي مولانا تر عنوان لاندې داستادې  ګل نسا محمدي  مقاله .
٥_ دبلخ مولانا او پښتو ادب  تر عنوان لاندې داحسان الله درمل  مقاله
په دريمه علمي غونډه کې  چې  د داکتر  عليم  اشرف خان په مشرۍ  او د ډاکتر محمد صالح  راسخ   په معاونيت  جوړه شوه  دغه  ليکنې  او مقالې  ولوستلې شوې .
١_  دمولانا درهندوستان تر عنوان لاندې د ډاکتر عليم اشرف خان مقاله
٢_  د اديان  از ديدګاه مولانا  تر عنوان لاندې دپوهندوى فضل الرحمن فقهي مقاله .
٣_  دمولانا  نينګ تورکچه  شعر لرى  تر عنوان لاندې  دمحمد رحيم ابراهيم مقاله .
٤_  دتمثيل درشعر مولانا ترعنوان لاندې  دميرمن  عظيمې  مجيد مقاله .
٥_  دسيماى زن  درمثنوي معنوي  ترعنوان لاندې دمحمد فهيم  انوري  مقاله
خو  په څلورمه  علمي غونډه کې  چې  دډاکتر تحسين فراقي په مشرۍ  او دمنيژې  بهره  په معاونيت  جوړه شوه  دغه مقالې  او ليکنې  ولوستلې شوې
١_  دقران در مثنوي  تر عنوان لاندې د ډاکتر سيد ابراهيم حکمت مقاله
٢_  دجايګاه  مولانا  در جهان  معاصر تر عنوان لاندې دسيد اسحق شجاعي مقاله .
٣_  دتاثير سنايي  او حديقه  برمولانا  ومثنوي  تر عنوان لاندې د ډاکتر محمد صالح  راسخ . مقاله .
٤_  د  واژه ها  او اصطلاحات  بلخيان  در اشعار مولانا تر عنوان لاندې دصالح محمد خليق مقاله .
په دغو ټولو غونډو کې  دبلخ ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رييس صالح محمد خليق  دغونډې  دمنشي په توګه  کار  ترسره کاوه .
   له غرمې وروسته  غونډې په پاى کې  لومړى  يوې ډلې  استادانو او ليکوالو  د سيمينار  په پريکړه ليک  کار وکړ  چې وروسته  تصويب شو .
  دسيمينار  ددويمې ورځې  له غرمې وروسته  غونډه کې  دپوهنيارې  سيدې مژګان مصطفوي  ،  داجراييه رياست دوياند  مجيب الرحمن رحيمي ،  دايکو دفرهنګي رييس  او  دتاجکستان ، پاکستان ، ايران او دهند  دپوهانو په ګډون  دسيمينار  برخه وال  دمزارشريف   له ښار څخه  دبلخ ولسوالۍ ته  لاړل  او دمولانا جلال الدين محمد بلخي  دپلار بهاوالدين  ولد  خانقا ،  دمولانا  ټاتوبى  او ښارګوټي  ،  دبلخ  لرغوني ښار  ، دبلخ  دبالاحصار غونډۍ  ، درابعه بلخي ارامګاه  ، دخواجه محمد پارسا  تاريخي جومات ، د فاطمې بلخي ارامګاه ،  دانوري بلخي  ارامګاه  ،  دملا محمد جان  ارامګاه ، برج عياران  او ددغې ولسوالۍ نورې  تاريخي ساحې  وکتلې .
ددغو تاريخي ځايونو دکتنې په وخت کې  دمسوولينو له خوا  دسيمينار  برخه والو ته معلومات ورکول کيدل .
  دبلخ ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې  دبلخ ولسوالۍ  دتاريخي   ساحو  دبيا جوړولو او مواظبت په نسبت  دبلخ ولايت دسرپرست  عطامحمد نور دپاملرنې  يادونه وکړه او ويې ويل  چې عطامحمد نور  تل  دبلخ ولسوالۍ  دتاريخي   ساحو  او ابداتو  دساتنې  په کار کې  ددغه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ  درياست  ملاتړ کړى دى .
  دسيمينار  غړي  دوږي دمياشتې  په دريمه نيټه کابل ته راغلل او داطلاعاتو اوفرهنګ له وزير سره يې وکتل .
  داطلاعاتو او فرهنګ وزير  عبدالباري جهاني  دايکو سازمان  دفرهنګي کميټې له رييس ډاکتر افتخار حسين سره  دافغانستان دفرهنګي حالت او له ايکو سره  داړيکو په باب  خبرې وکړې .
  دايکو دسازمان  دفرهنګي کميټې رييس  او  ملګري  علمي هيئت  چې  له هندوستان  ، تاجکستان  ، پاکستان او ايران  څخه  دمولانا  جلال الدين محمد بلخي  په علمي سمينيار کې  دګډون لپاره راغلي دي  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمشرتابه  د تاوده هرکلى  او ددغه وزارت  داغيزمن  فرهنګي ګام  له امله  مننه وکړه .
دغه راز  په دې کتنه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  او په تهران کې دافغانستان  فرهنګي اتشه  محمد افسر رهبين  د  مولانا  جلال الدين محمد بلخي  دعلمي سمينيار په باب  مفصل رپوټ  وړاندې کړ . 
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزير  مولانا په افغانستان پورې منسوب  او دټولې اسلامي نړۍ وياړ وباله . او دهېواد  دمشاعرو دوياړنو درناوى يې  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دنده وبلله .
  عبدالباري جهاني  دمولانا  دتفکر په پراختيا   باندې په ټينګار سره  له بيلابيلو هېوادونو څخه دراغلو علمي  شخصيتونو څيړنې  وستايلې  او په دې باب يې  خپله هراړخيزه همکاري  څرګنده کړه .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې  دسيمينار  تر څنګ  دشمال  دحوزې  له خبريالانو سره وکتل .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په هېواد کې  د رسنيو  له ټولو  مسوولينو څخه  وغوښتل   چې  دخپلو رسنيو په خپرونوکې ديني او اخلاقي اصول او ټولنيزه روحيه  رعايت کړي  او درسنيو اربابان دې بايد  دخلکو  له غوښتنې سره سم حرکت وکړي  اود هېواد  دمسلمانو خلکو  دزړونوغږ  واوري  او فعاليت وکړي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې  پوهنيارې سيدې مژګان  مصطفوي  پرون دشمال دحوزې  درسنيو  له مسوولينو  او خبريالانو سره وکتل  او زياته يې کړه  رسنۍ  دټولنې  مهم  او اساسي  رکن دى . او بايد رسنۍ  خلک او ټولنه  دترقي  ، نيکمرغۍ  او سلامتيا په لور رهبري کړي او دخپلو مسلمانو خلکو په وړاندې خپل ملي  او ديني مسووليت اداکړي .
  ده  درسنيو  له مسوولينو څخه وغوښتل  چې بايد  موږ  په هېواد کې  دپردي فرهنګي  رواجوونکي ونه اوسو  ، بايد  په خپله  دخپل ملي  او ديني فرهنګ  رواجوونکي واوسو  او بايد  له ازادي څخه ناوړه استفاده ونه شي .
  رسني  دې  سربيره پردې چې  ازادې وي  بايد  په خپلو  ديني ارزښتونو او ملي مسووليت  عمل وکړي . 
پوهنيارې مصطفوي  وويل  بايد  دهېواد  رسنيو  خپرونې  دټولنې داصولو او اخلاقو پرخلاف  نه وي او بايد  درسنيو  مسوولين  په دې پوه شي چې  خلک  او ټولنه له رسنيو څخه څه غواړي اويا دغير اخلاقي  پروګرامونو په خپرولو  خوښ دي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  معينې وويل  دهغوخبريالانو  دملاتړ په برخه کې  چې ښه فعاليت نه کوي  له نورو فعالو بنسټونو سره  کيداي شي  د ټوليزو رسنيو  دکميسيونونو  دجوړولو  ،  درسانه يي  سرغړونو او شکايتونو دڅيړنې ، درسنيو دعالي شورا او دخبريالانو پرخلاف  دتاوتريخوالي دمخنيوي  دکميسيون  دجوړولو  ،  دشهيدو خبريالانو دکتاب  دچاپولو  ،  په کابل کې درسنيو دشهيدانو  څلې  دجوړولو  ،  دخبريالانو دديتابس  او له ټولو څخه مهم  د خبريالانو  دمصوونيت په باره کې ديو مهم کميسيون  دجوړولو  چې  په ډير لنډ ممکن وخت کې  به  پرانستل شي  ،  يادونه وکړو .
دې له خبريالانو څخه وغوښتل  چې  دخبريالى  له معيارونو او اصولو سره سم  فعاليت وکړي   او  دخبريالى  اخلاقي  کوډونه  په جدي توګه رعايت کړي .  اخلاقي کوډونه  دخبريالى  په برخه کې يو ډير اساسي معيار دى .
درسنيو دحقوقو مدافع  ( نى ) صديق الله توحيدي په دې غونډه کې  دټوليزو  خصوصي رسنيو  دجوړولو او فعاليت  دڅرنګوالي دمقررې  دمهم بللو په ترڅ کې  له خبريالانو څخه وغوښتل  چې  درسنيو دخاوندانو له خوا  له هر راز  ظالمانه قراردادسره  مبارزه وکړي او دخبر  او رپوټ  په برابرولو کې  دخبريالۍ  اصول    رعايت کړي .
  دغه راز  د باختر اژانس رييس خليل مينوي  هم  خبريالانو ته داسانتياو دبرابرولو په برخه کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفعاليتونو په باره کې خبرې وکړې  او ويې ويل  چې دغه وزارت  له هغو  بنسټونوسره  چې  خبريالانو ته داسانتياو دبرابرولو په لاره کې  فعاليت کوي  تل  هلې ځلې کړي دي چې  جوړ شوي کميسيونونه  په عملي توګه فعاليت وکړي .
  په پاى کې  دهېواد دشمال  او دبلخ  ولايت  يوشمير  خبريالانو خپلې يولړ ستونزې   بيان کړې  او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له معينې  څخه يې وغوښتل هغه چلنجونه او خنډونه  چې ددوى د لارې پرسر  پراته دي وڅيړل شي  چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې وويل  چې  دخپل توان او مسووليت  په حدودو کې به دهغو له منځه وړلو په لاره کې جدي اقدام وشي .
دسميينار په دريمه ورځ
  دعلامه اقبال  لاهوري دوه ژباړل شوي اثار  په کابل ښارکې نندارې ته وړاندې شول .
  بال جبرئيل او ضرب کليم  دعلامه اقبال  لاهوري دوه کتابونه دي چې په تهران کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دفرهنګي اتشه محمد افسر  رهبين له خوا په منظوم ډول  له اردو ژبې  څخه دري  ژبې  ته اړول شوي دي .
دغه دوه اثار داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمعينانو او رييسانو او په کابل کې دپاکستان داسلامي جمهوريت دسفير ، دايکو دفرهنګي  سازمان درييس او دنورو کورنيو او بهرنيو ، پوهانو او ليکوالو په شتون ،  دکابل په بابر شاه بڼ کې  دخداوند ګار بلخ دنړيوال سيمينار په پاى ته رسيدونکې غونډه کې پرانستل  شول .
په هغې غونډه کې  چې په همدې مناسبت جوړ شوې وه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت اداري ، مالي  او ګرځندوى  معين زردشت شمس دخداوندګار بلخ  دسيمنيار په باره کې خبرې وکړې او دسيمنيار کاريې مثبت وباله او ويې ويل چې دهېواد دفرهنګي  شخصيتونو درناوى داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يوه دنده ده او دغه وزارت دخداوندګار بلخ سيمينار دجوړولو  په خاطر  دايکو له فرهنګي سازمان  څخه  مننه کوي .
زردشت  شمس څرګنده کړه چې نن دعلامه اقبال لاهوري دوه مشهور اثار چې دهېواد دفرهنګي شخصيت محمد افسر رهبين له خوا له اردو  ژبې  څخه دري ژبې ته اړول شوي دي پرانستل کيږي  .
وروسته په دې غونډه کې دايکو دفرهنګي موسسې رييس ډاکتر افتخار حسين خبرې وکړې او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دهمکارۍ او دافغانانو دميلمه پالنې له  امله يې مننه وکړه .
ده دايکو دغړو هېوادونو دعلمي فرهنګي شخصيتونو درناوى ددغه سازمان دپروګرامونو په سرکې وباله .
دغه راز په دې غونډه کې محمد افسر رهبين خبرې وکړې  او دعلامه اقبال لاهوري ددغو دوو اثارو په باره کې يې معلومات ورکړل .
په پاى کې  هغه سوغاتونه چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا برابر شوي و داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونودچارو دمعينې  پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي او ددغه وزارت  داداري مالي او ګرځندوى  معين زردشت شمس له خوا دهند ، پاکستان ،ايران او دتاجکستان له هېوادونو څخه رابلل شويو ميلمنو ته ورکړل .
دخداوندګار بلخ نړيوال سيمينار داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت  او دايکو دفرهنګي سازمان اوبلخ ولايت دسرپرست عطامحمد نور  په همکارۍ ددريو ورځو لپاره دمزارشريف او کابل په ښارونوکې جوړ شو چې په هغه کې په لسګونو کورنيو او بهرنيو پوهانو او څيړونکو دمولانا دژوندانه ، اثارو او افکارو او په راتلوونکو نسلونو دهغو داغيزو اوددغه ادبې او فرهنګي شخصيت دژوندانه دنورو اړخونوپه باب مقالې ولوستلې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته