ټولنه

په ٥٢٠ جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار له منځه يوړل شول

جلال اباد باختر د وري د مياشتې ٢٢مه
د هېواد په ختيځ کوز کونړ او د ننګرهار ولايت د نازيانو او خوږياڼو په ولسواليو کې په ۵۲۰ جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار له منځه يوړل شول.
د ننګرهار ولايت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ریېس ادريس ساپي د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل، چې په کوز کونړ کې ۵۰، نازيانو کې ۱۳۰ او په خوږياڼو ولسوالۍ کې ۳۴۰ جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.
ساپي وويل، چې د دغه کمپاين تر پايه به په ۱۵۰۰ هکتاره ځمکه کې ولاړ کوکنار له منځه يوړل شي.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته