امنیت

يوه ډله غله په هرات کې وځپل شول

کابل/دلیندۍ۱۷مه/باختر
د وسله والو غلو يوه ډله په هرات کې د پوليسو په عملياتوکې وځپل شوه.
څلورو وسله والو غلو د هرات ښار د شپږمې ناحيې له مربوطاتو څخه د يوه هېوادوال موټر غلا کړى و چې د شپږمې امنيتي حوزې د پوليسو په اقدام کې ونيول شول.
له غلو څخه يوه تومانچه او يو غلا کړى شوى موټر ترلاسه شوي دي.
د هرات امنيه قوماندان پاسوال امين الله امرخېل وايي چې پر وسله والو غلو او جنايتکارو ډلو به رحم ونه شي او پوليس به يې وځپي.
دغو غلو د غلا په څو قضيوکې لاس درلود.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته