امنیت

په قندهارکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ديارلس تنه نوريې ټپيان شول

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٥
په قندهارکې په تيرو ٢٤ ساعتوکې د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٣ تنه نوريې ټپيان شول.
د هېواد په جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د مطبوعاتو مسوول ډګرمن محمد محسن سلطاني د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو عملياتوکې چې د قندهار ولايت د ارغنداب،شاولي کوټ او د ميوند او د زابل ولايت د ميزان د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ ٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٣ تنه نوريې ټپيان شول.
خبرځاى وويل چې د دغو عملياتو په بهيرکې يوه داشکه او ډول ډول ماينونه په عملياتوکې د شاملو حواکونو لاس ته ورغلي دي .
ويل کيږي چې دغه عمليات د غالب – ٣ په نامه د قندهار، زابل، هلمند او د روزګان د ولايتونو په بېلابېلو سيموکې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته