نړۍ

د ايران او بريټانيا ترمنځ مستقيمې اړيکې له سره پيل شوې

لندن باختر د کب دويمه :
بريټانيا او ايران سرله پرون څخه له يوبل سره ډيپلوماتيکي اړيکې په رسمي ډول پيل کړي او د ايران دبهرنيو چارو وزارت دمقاماتو دڅرګندونو له مخې: سرله همدې ورځې څخه دايران اوبريټانيا بيرغونه ددغو دوو هيوادونود سفارتونو دپاسه رپول شوي دي .
دبريټانيا دبهرنيو چارو وزارت ويندوى دفراسنې خبري آژانس ته وويل چې له دې وروسته به ايران او بريټانيا د نااستوګنو شارژدافيرانوله لارې له يوبل سره دوه اړخيزې مستقيمې اړيکې ولري.
دغه ويندوى ټينګارکړى دى چې د اړيکو دغه پړاو د يوبل هيواد ته د شارزدافيرانو او مامورينو له استولو پرته ترسره کيږي او زياته يې کړه چې د دغو استول به په راتلوونکى پړاوکې د اړيکو دښه والي سبب شي .
ده دغه راز ټينګار وکړ چې لاتراوسه پورې په تهران کې د بريټانيا د سفارت دبيا پرانستلولپاره کوم تصميم نه دى نيول شوى او زياته يې کړه چې موږ په مشخصه توګه اعلام کړى دى چې ايرانى لوري دې بايد دهغو ورانيو په بدل کې چې دسفارت په ودانۍ کې دمظاهرې  په بهيرکې رامنځته شوې دي؛ تاوان ورکړي .
په همدې حال کې دجمهوري رياست په انتخاباتوکې د حسن روحاني په برياليتوب سره دواړه هيوادونه کرار کرار د اړيکو د ښه والي په لور پرمخ ځي او په همدې اړوند دواړو هيوادونو موافقه کړې ده چې خپل سفارتونه بيا پرانيزي او خپل نا استوګن  شارژدافيران واستوي .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: د ايران بيرغ پرون په لندن کې ددغه هيواد د سفارت د ودانۍ دپاسه تر سترګو کيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته