امنیت

په پروان کې درې تنه د غلا په تور ونيول شول

کابل / باختر/ د چنګاښ۹ مه
پوليسو درې تنه په پروان کې د يو موټر د غلا په تور پرون ونيول.
د پروان د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمد سليم نوري باختر آژانس ته وويل: د چاريکارو ښار په ۱۱مه ناحيه کې د يوه کور د پلټنې په وخت کې يو کرولا موټر چې څه موده مخکې غلا کړاى شوی و، ترلاسه شو او په اړوند یې درې تنه ونيول شول.
هغه وويل: له نيول شويو کسانو څخه د پوليسو تحقيقات پيل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
د پروان د سالنګ ولسوالۍ پوليسو پرون دوه ښځې او يو نارينه د پنځو کيلوګرامه چرسو د قاچاقو په تور ونيول.
د سالنګ ولسوالۍ د پوليسو يو مسوول وويل: دغو کسانو چې پنځه کيلوګرامه چرس په ماهرانه ډول په خپل بدن کې ځاى پرځاى کړي وو او غوښتل نامعلوم ځاى ته یې ولېږدوي؛ د پوليسو د پلټنې په بهيرکې ونيول شول.
ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته