کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ١٠ :
په پکتيا ولايت کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهېرکې د وسله والو طالبانو دډلې د يو مشهور قوماندان په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه عمليات تيره شپه د ملي اردو د پوځيانو له خوا د پکتيا ولايت د زرملې او شواک په ولسواليو کې ترسره شول .
د هېواد په جنوب کې د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال محمد شريف دباخترآژانس خبريال ته وويل : د وسله والو طالبانو د ډلې د مشهور قوماندان جمعه خان په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان د پکتيا ولايت د زرملې ولسوالۍ په لنډي شاه کلي کې دملي اردو دپوځيانو په عملياتو کې ووژل شول.
جنرال محمد شريف وويل : په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبانو د ډلې يوه اندازه جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه راز دپکتيا ولايت په شواک ولسوالۍ کې دملي اردو دپوځيانو دعملياتو له امله دوه تنه نور وسله وال طالبان هم ووژل شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان وويل : دغه عمليات چې ددغې ولسوالۍ په سټوکنډو کلي کې تر سره شول د دښمن څو ماينونه هم کشف اوشنډشوي دي.
0 1 دقیقه لوستل