امنیت

نهه ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دليندۍ شپږ ويشتمه :
د هېواد په ځينو سيموکې د ملي اردو او د امنيتي ځواکونو په ګډوعمليات کې ٢٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات  د پکتيکا ولايت د برملې او وازه خوا، د ننګرهار ولايت د بټي کوټ او د کندز ولايت د دشت ارچي د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې ٢٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ١٤ تنه نور ټپيان شول او دغه راز ٣٠ تنه مشکو کسان ونيول شول .
دغه راز د دښمن  يوه اندازه وسله او مهمات د امنيتي  ځواکونو لاس ته ورغلي دي او په لسګونو ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
د دغو عملياتو په بهيرکې د ملي اردو ٦ تنه منسوبين شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته