ټولنه

له اووه سوه کورنيو سره مرسته وشوه.

کابل – باختر د مرغومي شپږمه:
  په ميدان وردکو ولايت کې له اووه سوه بې وزلو اوز بې ځايه شويو کورنيو سره مرستې وشوې .
  دميدان وردکو ولايت دمهاجرينو د راستنولو دچارو رييس محمد شفيق دقيق باختر اژانس ته وويل: په دغو مرستو کې چې غنم ، غوړي ، لوبيا ، بوره او مالګه شته؛ په دغه ولايت کې په اووه سوه بې وزلو او داخلي بې ځايه شويوکورنيو وويشل شوې .
دغه مرستې دمهاجرينو په چاروکې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرى او د نړۍ د خوړو د سازمان د موسسو له خوا شوې دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته