ټولنه

ځان ته له اور اچولو وروسته ديوې ځوانې ميرمنې وژل کيدل .

کابل باختر دليندى  نولسمه :
  ځان ته له اور اچولو وروسته ديوې ځوانې ميرمنې وژل کيدل .
دغه ځوانه غوري ميرمن ځان ته له اور اچولو وروسته  تيره شپه دکابل ښار  په استقلال  روغتون کې مړه شوه
شفيقه تل کله دخپل ميړه او کله هم دخپل ميړه دکورنۍ دغړو له خوا ځورول کيده او ډبول کيده  چې  په پاى کې مرګ يې دخپل راحت لپاره ډير ښه انتخاب وباله او ځان ته يې اور واچاوه .
داستقلال  روغتون ډاکترانو دشفيقې  دسوځيدنو دژورتيا په دليل  ونه کړى شول هغه وژغوري .
دغورولايت  يوه امنيتي مقام دباختراژانس خبريال ته وويل چې امنيتي مامورينو ددغې ځوانې ميرمنې  دميړه له کورنۍ  څخه پوښتنې او ګرويګنې  پيل کړي دي
  په همدې حال کې  ددغې کورنۍ  ګاونډيانو هم دخپل ميړه  او دميړه دکورنۍ دغړو له خوا ددغې ميرمنې ډبول تاييد کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته