امنیت

په هلمند کې دماين د چاودنې له امله درې تنه ووژل شول.

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
په هلمند ولايت کې نن د يو ماين دچاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي شهيدان
او څلور تنه نور ټپيان شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ  :
وسله والو طالبانو دوسايطو ضد يو ماين دهلمند ولايت نوزاد ولسوالۍ په سړک کې ښخ کړى و چې د يو سراچه موټر د  تيريدو په وخت کې وچاوديد چې له امله يې دموټر درې تنه سپرلۍ شهيدانې او څلور تنه نور ټپيان شول .
دکورنيو چارو وزارت مقاماتو دغه عمل غندلى دى او دقضيې په تعقيبولو باندې يې ټينګار کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته