امنیت

د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره د مبارزې ژمنه

کابل باختر دسلواغې ٣٠ نيټه :
د نشه يي توکو اومسکراتو پرخلاف د مبارزې دعدلي اوقضايي مرکز وياند وايي ؛  د روانې مياشتې په بهيرکې    نهه پنځوس تنه  چې ښځې او بهرني  اتباع هم  پکې شامل دي دنشه يي توکو دقاچاقو په تور نيول شوي دي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ له نشه يي توکو اومسکراتو سره د مبارزې  د عدلي اوقضايي مرکز وياند احمدخالد موحد  نن  په يوه  خبري غونډه کې وويل  ؛  د سلواغې د مياشتې  په بهيرکې   دمسکراتو او د نشه يي توکو د جرمونو  ٧٥ قضيې  چې د دوو ميرمنو  او ديوه ايراني تبعه په ګډون ٥٩ تنه پکې نيول شوي دي  دغه مرکز ته رسيدلي دي چې دا مهال تر عدلي څيړنې لاندې دي.
ده وويل ؛ د دغو قضيو له  جملې څخه ١٦ قضيې يې  د حامدکرزي په نړيوال  هوايي ډګر پورې مربوطې  دي  چې  قاچاق وړونکو غوښتل نشه يي توکي هندوستان ته ولېږدوي.
موحد وويل ؛  پنځه موټرونه ، يو موټرسايکل ، ٨٠ مبايلونه ، پنځه شپيته زره پنځه سوه افغانۍ  او زر امريکايي ډالره هم  له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه شوي دي.
ده وويل  د همدې مياشتې په بهيرکې دغه مرکز اووه تنه قاچاق وړونکي    له   دوو څخه تر شلو کلونو پورې  د بند په  سزا محکوم  کړي دي.
د دغه مرکز وياند زياته کړه  ؛ د سلواغې د مياشتې په بهيرکې  يوويشت  واسطې ، ٢٢ ميله وسيلې ،  ٦٦ مبايلونه ،  درې زره شپږ سوه کيلوګرامه  هيروئين ، يو زرو اته سوه دوه اتيا کيلوګرامه چرس   او  ١٠٥ ليتره  الکولي مشروبات کشف او ترلاسه شوي دي.
ده  د جزا دکود په باب  وويل   چې، د جزا په کود کې د قاچاق وړونکو د سزا په  خاطر يولړ بدلونونه  رامنځته شوي دي چې دغو کسانو ته له شلو کلونو څخه تر ديرشو کلونو پورې د بند سزا په پام کې نيول شوې ده . پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته