امنیت

په کونړکې وسله والو طالبانو شپږ تنه ملکي وګړي شهيدان او ټپيان کړل

کابل باختر دوري  دمياشتې ١٩ :
په کونړ ولايت کې په دووجلاجلا تروريستي پيښوکې شپږ تنه ملکي وګړي د ډار اچوونکو طالبانوله خوا شهيدان او ټپيان شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
يوه پيښه تېره شپه د کونړ ولايت د نرنګ ولسوالۍ په ډاک سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د ملکي وګړو دسپرلۍ يو سراچه موټر چې له اسعدآباد ښار څخه د نرنګ ولسوالۍ ته روان و؛ د ډار اچوونکوله خوا پرې ډزې وشوې او له امله يې  دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او درې تنه نور ټپيان شول.
دغه راز ډار اچوونکو طالبانو د کونړ ولايت د مرورې ولسوالۍ يو اوسيدونکى له دولت سره د همکارۍ په دليل تېره شپه په ډزو سره وواژه .
دغه سړى شهاب نوميده اوله دولت سره يې هيڅ راز اړيکې نلرلې او يوعادي سړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته