سیاست

د تفاهم او يوبل منلو فضا د رامنځته کولو په لور ګام

کابلباختر د چنګاښ ١۹مه
په دوحه کې بين الافغاني غونډه چې په کې د ګوندونو او بېلابېلو سياسي ډلو، مدني ټولنې او د ښځو فعالانو ۶۰ استازو او دغه راز د طالبانو د سياسي دفتر استازو ګډون کړی و،  په يوه پرېکړه ليک سره پاى ته ورسېده.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
که چېرې د دغه پرېکړه ليک محتوا ته نظر واچول شي؛ په څرګند ډول ليدل کېږي  چې د دواړو لورو په دريځونو او فکرونوکې يو کلي بدلون راغلى دى. که تر پرون پورې چا تصور نه شو کولاى چې متخاصم لوري چې کلونه کلونه له يو بل سره جنګيدلي دي او د هغوى فکرونه او نظرونه هېڅکله له يو بل سره يو خېل نه دي، وکولاى شي په يو ميز سره کښيني او د هېواد د مهمو مسئلو په باب آزادې، څرګندې  او غوڅې خبرې وکړي او له سختو خبرو اترو وروسته موافقې ته ورسېږي. خو وليدل شول چې د دوحې غونډې برخه والو دغه کار ترسره کړ او د سولې لپاره يې  يوه نوې دريڅه پرانيستله.
د پرېکړه ليک په متن کې له تناقضاتو سره سره، په غونډه کې د هغه په باب د برخه والو موافقه د افغانانو ترمنځ د تفاهم او يوبل منلو فضا د رامنځته  کولو په لاره کې يو ګام دى او ټيک هغه څه دي چې زموږ ټولنه په اوسنيو حساسو شرايطوکې ورته سخته اړتيا لري . 
د دوحې غونډې پرېکړه ليک دغه تصور او برداشت غلط ثابت کړ چې ګنې افغانان  پر خپلمنځي اختلافونو او کشمشکونو د برلاسه کېدو استعداد نلري.
پرېکړه ليک وښودله چې افغانان کولاى شي د ملي مصالحو او ګټو پربنسټ موافقې  او هوکړې ته ورسېږي. بايدڅرګنده شي چې د دوحې په وروستۍ غونډه کې ترلاسه شوې موافقه په حقيقت کې د بېلابېلو لورو ترمنځ د  تېرو تماسونو او غونډو دوام او پايله ده.
يوشمېر څېړونکي دغه شان غونډې بې ګټې او د وخت ضايع کول بولي، خو  داسې نه ده. هره غونډه د مخالفو لورو ترمنځ د اعتماد فضا په رامځته کولو کې رول لري او د راتلونکو غونډو جوړولو ته یې لاره اواره کړې ده.
هغه څه چې ارزښتناک دي، دترلاسه شوي فرصت او د اعتماد جوړولو له فضا څخه  زياته ګټه اخیستل دي. متخاصمې ډلې بايد له هغه څه چې د اختلافونو د زياتوالي سبب شي؛ ډډه وکړي او پر هغه څه چې د باور فضا د رامنځته کېدو سبب کېږي؛ ټينګار وکړي. په دې منځ کې پر هغو تبليغاتو بيا کتنه چې د کرکې پيغامونه خپروي او کولاى شي دمقابل لوري احساسات تحريک کړي او د باورفضا ته زيان ورسوي، د سولې د يوه لومړيتوب په توګه طرحه کېږي. دا د ښکيلو لورو دنده ده چې د ټولنې ذهنيت د سولې موافقه ليک د منلو لپاره چمتو کړي او سوله هغه وخت ټينګه او دوامداره وي چې ټول خلک يې ومني او د هغې د دفاع او ملاتړ ته مټې را بډ وهي او دغه کار هغه وخت امکان لري چې د سولې، روغې جوړې او د يو بل منلو لپاره پراخ تبليغاتي کمپاین پیل شي، حکومتي بنسټونه، رسنۍ، ديني عالمان، قومي مخور، د مدني تولنې فعالان او دغه راز وسله وال مخالفين چې د سولې د روانو خبرو اترو ملاتړ کوي او د هغو پر بريا  باور لري، بايد په دې برخه کې کار وکړي او د سولې او يو دبل منلو تبليغ خپل ملي، اسلامي او اخلاقي مسووليت وبولي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته