سیاست

حامدکرزي د پاکستان د سنا مجلس له پلاوي سره وکتل

کابل_باختر د وږي د مياشتې ١٩ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، نن مازیګر د پاکستان د اسلامي جمهوریت د سنا مجلس له پلاوي سره چې د سناتور مشاهد حسین سید په مشرۍ کابل ته راغلی دی وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، حامدکرزي د پاکستان د سنا مجلس پلاوي ته چې په ترکیب کې یې د دغه هېواد د پینځو سیاسي ګوندونو استازي شامل دي، ښه راغلاست و وایه.
د هېواد جمهوررئیس له دغه پلاوي سره په کتنه کې افغانستان او پاکستان دوه وروڼه هېوادونه وبلل، وې ویل د دغو دواړو وروڼو هېوادونو خلک له ګډو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي او د تروریزم او افراطیت له اړخه یې ستر انساني او مالي زیانونه لیدلي دي چې د دغو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره باید دواړه هېوادونه په ګډه کوټلي ګامونه پورته کړي.
د پاکستان د سنا مجلس پلاوي کابل ته د خپل سفر او په افغانستان کې له شویو پرمختګونو څخه خوښي څرګنده کړله، وې ویل چې په تېرو دولسو کلونو کې د افغانستان د خلکو د ژوندانه په بېلابېلو برخوکې ستر بدلونونه رامنځته شوي  دي.
پاکستاني پلاوي په دې کتنه کې له افغان چارواکو سره د خپلو نننیو لیدنو کتنو په باب حامدکرزي معلومات ورکړل.
همدا راز په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د پارلمانونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا باندې ټینګار وکړ.
د یادولو وړ ده چې د پاکستان د سنا مجلس  پلاوي به په افغانستان کې خپل سفر ته د دوو نورو ورځو لپاره  دوام ورکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته