کابل باختردتلې دمياشتې ٨ نيټه :
د ملي وحدت د حکومت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله ټينګار کوي چې افغانستان به تيرو وختونو ته ستون نه شي .
د باختر آژانس دخبرله مخې:
ډاکتر عبدالله عبدالله چې د جمعې په ورځ يې په نوي ډيلي کې د نړيوالو اړيکو د شورا په کنفرانس کې خبرې کولې، څرګنده کړه چې تروريستان نه شي کولاى په افغانستان کې د بدلون او د ودې بهير مخه ونيسي .
په دې کنفرانس کې چې يو زيات شمېر ديپلوماتانو، څيړونکو، ورځپاڼه ليکوونکو او هندي شخصيتونو ګډون کړى و، دهېواد اجرائيه رئيس زياته کړه چې افغانستان به تېر تورتم ته ستون نه شي .
ډاکتر عبدالله عبدالله زياته کړه چې د افغانستان دولت د تروريستانو ترمنځ توپير نه مني او هغوى په ښه او بدو نه ويشي.
د افغانستان اجرائيه رئيس د سيمه ييزو اړيکو په پراختيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې افغانستان د آسيا د جنوب او مرکز ترمنځ د پله په توګه عمل کوي او په سيمه کې هيڅ کوم هېواد ته ګواښ نه دى.
ډاکتر عبدالله عبدالله د کابل او اسلام آباد د اړيکو په باب هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې چلنجونه شته او ټول بايد پوه شي چې د افغانستان سوکالي او ثبات د سيمې د سوکالۍ او ثبات په مانا ده.
اجرائيه رئيس زياته کړه: د افغانستان خلک سوله غواړي او په همدې دليل موږ له وسله والو مخالفينو سره د خبرو او تفاهم دروازې پرانستې دي.
ډاکتر عبدالله عبدالله د هېواد د شمال د نا آراميو په باب وويل: ځينې کسان فکر کوي چې د افغانستان دولت او ناتو د داعش ملاتړ کوي، خو دغه مسئله بې بنسټه ده او موږ له ډار اچوونکو ډلو سره له توپير پرته مبارزه کوو.
د هېواد اجرائيه رئيس له هند سره د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په باب خبرې وکړې او ويې ويل: موږ بايد په تمه ونه اوسو چې حالات بدل شي او پانګه اچونه وکړو.
پاى ج ذ