سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله : سياسي ګوندونه دې بايد په هيوادکې ددموکراسي په پراخ بنسټه کولو کې ګليدي رول ولوبوي .

کابل باختر د کب پنځمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  پرون دافغانستان دملي اسلامي وحدت ګوند د مرکزي   شورا له رييس او غړو سره وکتل .
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په دې کتنه کې  چې سپيدار ماڼۍ کې ترسره شوه دافغانستان دملي اسلامي وحدت ګوند رييس  او په پارلمان کې دخلکو استازي  محمد اکبري  ددغه ګوند  دمرکزي شورا له غړو سره برخه لرله . محمد اکبري  چې دافغانستان دخلکو دجهاد يوه پيژندل شوې څيره ده په دې کتنه کې وويل موږ خوښ يو چې دتيرو انتخاباتو په مبارزو کې  ستاسو تر څنګ ولاړ و  له تاسو سره يوځاى مو دخلکو دارمان او غوښتنو لپاره هلې ځلې وکړې او نن هم راغلي يو يوځل بيا  اعلام وکړو چې موږ دلارې په دوام کې هم ستاسو تر څنګ  ولاړ يو او ولاړ به واوسو. 
دغه راز دافغانستان دملي اسلامي وحدت ګوند دمرکزي شورايوه غړى محسني هم  په همدې باب زيات کړه دغه ګوند دهيواد دخلکو درواجهاد او مقاومت په دوران کې يومخکښ  ګوند و او دى چې دخپل فعاليت په ټول دروان کې تل دافغانستان دخلکو تر څنګ ولاړو او دخلکو دحقوقو دفاع يې کړې ده او نن ورځ هم يوله هغو ګوندونو  څخه چې زيات شمير متخصص کادرونه او انساني ځواکونه  يې روزلي دي ، لري او په هيواد کې د دموکراسۍ او دټولنيز عدالت دتحقق لپاره دنورو سياسي ګوندونو ترڅنګ فعاليت کوي .
  ددغې کتنې په پاى کې  اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  دافغانستان دملي اسلامي وحدت ګوند له غړو څخه په قدرداني سره دتيرو انتخاباتو په مبارزو کې ددغه ګوند دمشرتابه اوغړو داغيزمنو هڅو له امله هم مننه وکړه .
اجراييه رييس په  انتخاباتي مبارزو کې دسياسي ګوندونو رول ارزښتناک وباله او دسياسي ګوندونو ازاد فعاليت يې په هيواد کې ددموکراسي دپراخ بنسټه کيدو ډير جدي عامل وباله .
دهيواد اجراييه رييس زياته کړه دهيواد په راتلوونکي کې  سياسي ګوندونه دې بايد ددموکراسې  په پراخ بنسټه کولو  کې کليدي رول ولوبوي او دسياسي ګوندونو د قانونمند او ازاد شتون او فعاليت پرته په دموکراسۍ  لاسبري اسان او ساده کارنه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته