ورزش

دهلمند ولايت دکيک بوکس ورزشکاران اتلان شول.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٢
دهلمند ولايت دکيک بوکس ورزشکارانو په هرات ولايت کې دسولې دجام په سياليو کې لومړۍ مقام وګاټه .
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا نن د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دکيک بوکس دسولې دجام دغه سيالۍ دهلمند ، فراه او دهرات دولايتونو دورزشکارانو ترمنځ ديوې ورځې لپاره ترسره شوې چې په پاى کې دهلمند ولايت ورزشکارانو لومړى او دفراه او دهرات دولايتونو ورزشکارانو دويم او دريم مقامونه وګټل.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دغو سياليو کې پنحلسو تنو ورزشکارانو له هلمند ، لسو تنو ورزشکارانو له فراه او شلو تنو ورزشکارانو دهرات له ولايت څخه ګډون درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته