سیاست

محمديونس قانوني په کابل کې د فرانسې له سفير سره وکتل

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٢ :
د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمديونس قانوني نن مازيګر په کابل کې د فرانسې له سفيرجيم ميچل مارلودفا سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال فرانسه د هغو هېوادونو له جملې څخه وبلله چې په بېلابېلو برخو او د د موکراسۍ په تامينولوکې يې د افغانستان له خلکوسره همکاري کړې ده.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه: د افغانستان خلک د انتخاباتو د ترسره کولو په درشل کې دي او دثبات د دوام يوه لاره دانتخاباتوشفافيت دى چې له نيکه مرغه دتخنيکي اوامنيتي تدبيرونونيول او په برياليتوب سره دکمپاينونو پرمخ بيول ښيي چې هيڅ داسې پيښه چې د انتخاباتو د مخنيوي سبب شي، شتون نه لري.
د فرانسې سفير په خپلو خبروکې په دې ترڅ کې چې د ارواښادمارشال محمد قسيم فهيم د مړينې له امله د ډاډګيرنې مراتب څرګندکړل؛ هغه يې د افغانستان خلکو ته ستره ضايعه وبلله .
ده دغه راز وويل چې د فرانسې هېواد د اروپا په تحاديه، ناټو، د ملګروملتو په سازمان  او د دواړو هېوادونو افغانستان او فرانسې ترمنځ د همکارۍ په تفاهم ليک کې د هغه د دريځ په پام کې نيولوسره ځان له افغانستان سره په همکارۍ کې  ژمن بولي او د افغانستان د پرمختګ هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته