اقتصاد

د ۱۳۹۶ مالي کال د پراختیایې بودیجې د لګښت لوړولو په موخه د بودیجې کمېټې لومړنۍ غونډه جوړه شوه

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ٢١ مه :
د ۱۳۹۶ مالي کال د پراختیایې بودیجې د لګښت لوړولو په موخه د بودیجې کمېټې لومړنۍ غونډه د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، په مشرۍ د غبرګولي دمیاشتې په ۲۰ مه نېټه د جمهوري رياست په ماڼۍ کې جوړه شوه.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې په بنسټیزو چارو کې د جمهوررييس سلاکار ډاکټر همایون قیومي ترڅنګ، د هغو دوولسو وزارتونو او دولتي ادارو وزیرانو او استازو په ګډون چې ۸۰ سلنه پراختیایې بودیجه په واک کې لري، د وزارتونو او دولتي ادارو د پراختیایې بودیجې د لګښت پر لوړوالي او اقتصادي اخيزو، پر هغو ستونزو چې د بودیجې د لګښت مخه نیسي، د وزارتخانو او دولتي ادارو پر مالي او تدارکاتي پلانونو، د بودیجې د لګښت په موخه د مالیې وزارت له خوا پر اسانتیاوو چې بودیجوي واحدونو ته یې رامنځته کړي هر اړخیزې خبرې وشوې.
دغونډې په پای کې په اغېزمنه او ګټوره توګه د بودیجې د زیات لګښت په موخه د وزارتونو او دولتي ادارو استازو نظرونه او وړاندیزونه هم واورېدل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته