امنیت

شپږ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر  دغبرګولي  ١٣

  شپږ تنه وسله وال مخالفين تيره شپه په لوګر ولايت کې ووژل شول او يو تن بل يي ټپي شو .

 دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال رييس خان صادق ددغه خبر دتاييدولو په ترڅ کې باختر اژانس ته وويل دغه شپږ تنه مخالفين دمحمد آغي ولسوالۍ په احمدزو  سيمه کې دافغان او ناتو دګډو ځواکونو په عملياتو کې  ووژل شول او دقوماندان فتاح په نامه يو تن چې په بيلابيلو  سيموکې يي په ورانکارو  عملونو کې لاس درلود ونيول شو .

  دغه راز په بره کي برک ولسوالۍ کې په دوو  جلا جلا عملياتوکې  څلور تنه وسله وال  مخالفين وژل شوي او وسلې يې دامنيتي ځواکونو په لاس  ورغلي دي

  خبرځاى زياته کړه په نښته کې يو ملي پوليس هم وژل شوى دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته