ټولنه

دننګرهار خلک سوله غواړي

 کابل / دکب ٨مه / باختر:
دننګرهار هټيوال  د تاوتريخوالي کمښت په بهير کې دخپل کار وبار ښه والي ته په اشارې سره وايي چې په هېواد کې دايمي سوله غواړي .
دکب دمياشتې پر لسمه دسولې د وروستي  موافقه ليک  دلاسليک کولو پرسر  د امريکا او طالبانو ډلې  له موافقې  او په افغانستان کې دتاوتريخوالي کمښت اوونۍ له پيل وروسته  په هېواد کې  کاروبار رونق موندلى دى .
د ننګرهار  د اصنافو او کسبګرواتحاديې  ديوې غونډې په جوړولو سره  په هېواد کې دتاوتريخوالي  دکمښت  هرکلى وکړ .
دغې اتحاديې په هېواد کې دتاوتريخوالي دپروګرام له پيل وروسته  په ننګرهار کې  دکارو بار ښه والي ته په اشارې سره وويل  چې په افغانستان کې دايمي سوله غواړي .
د ننګرهار داصنافو اوکسبګرو اتحاديې سرپرست عزيز الرحمن عرب  وايي  چې دتاوتريخوالي کمښت له  پيل څخه په ننګرهار کې   د هټيوالو کار ښه شوى دى  .
هغه وويل:  دتاوتريخوالي کمښت  اوونۍ له پيل څخه تراوسه پورې کار وبار په سلو کې اويا  ښه شوى دى .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته