کابل باختر دتلي څليرويشتمه
دهرات ولايت دښوونځيو د دولسمو ټولګيو يو سلو اويا تنه فارغان دملي اردو دجلب اوجذب د قومانداني له لارې ددغه ولايت نظامي ملي اکادمي ته معرفي شول .
په لويديځ زون کې دملي اردو دجلب اوجذب قوماندان محمد نادرعظيمي وويل: څه دپاسه شپږ سوه تنو ځوانانو د زده کړې د دوام او په ملي اردو کې د دندې دترسره کولو لپاره دغې ادارې ته مراجعه کړې ده چې دهرات ولايت د ونډې له مخې يو سلو اويا تنه يې جذب شوي دي .
دهرات زون د جلب اوجذب قوماندان وويل: دغه کسان دڅلورکلني تحصيلي دورې له پاى ته رسولو وروسته د دويم بريدمن په توګه فارغيږي او دملي اردو په قطعاتو او جزوتامونوکې به موظف شي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ