خبرونهفرهنګ

محمدطاهر زهير له ترکيې سره د فرهنګي همکاريو پرپراختيا ټينګار وکړ

کابل / د وری۲۰ مه / باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير پرون د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې په هرات کې د ترکيې له جنرال قونسل سينان الهان او د هرات لپاره د ترکيې د تيکا موسسې د برخې له مسوول ډاکتر علي ارغون چنار سره وکتل.
په دې کتنه کې محمدطاهر زهير د هرات د جامع جومات اود دغه جومات د موزيم ، د اميرعلي شيرنوايي د مقبرې ، د شيخ عمويه د خانقا، د هرات د ګازرګاه د ګرځندوي د مرکز، د امام فخر رازي د ارامګاه او د علامه صلاح الدين سلجوقي د سالون په بيا رغاونه کې د تيکا موسسې له همکارۍ څخه قدرداني وکړه او له افغانستان سره يې په فرهنګي برخوکې د ترکيې د همکاريو پر پراختيا ټينګاروکړ.
دغه راز په هرات کې د ترکيې جنرال قونسل او د تيکا موسسې د برخې مسوول په خپلوخبروکې له افغانستان سره په فرهنګي برخوکې د خپل هېواد د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.
په دې کتنه کې محمد طاهر زهير د تيکا موسسې د برخې مسوول ته په هرات کې د دغه ولايت د تاريخي آبدو په ترميمولو کې د همکارۍ په خاطر د مننې لوحه ورکړه او دغه رازد ترکيي جنرال قونسل ته يې د اميرعلي شيرنوايي يو شعر چې په هنري ډول خطاطي شوى دى ، ورکړ.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته