امنیت

وسله وال طالبان نور په پکتیکا کې د اوسېدو ځای نه لري

ښرنه/ باختر/ د غويي د میاشتې ۲۵ مه
دغه څرګندونې د پکتیکا ځوانانو او د سیمه ېیزې اردو سرتېرو نن د دغه ولایت د سیمه ېیزې اردو د سرتېرو په فراغت غونډه کې وکړې.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال دادن لونګ، جنرال اډمېلر، د پکتیکا امنیه قوماندان سمونمل ایمل نیازي، د ځانګړو ځواکونو قوماندان خانزاده کاروان، د ملي امنیت مرستیال محمد ابراهیم، قومي مشرانو، د سیمه ېیزې اردو سرتېرو او د رسنیو استازو برخه لرله.
په سر کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان د پکتیکا له ولس څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د پکتیکا ولسونو د تاریخ په اوږدو کې له خپل نظام څخه په کلکه ننګه کړې او د خپل نظام په څنګ کې دریدلي دي.
دادن لونګ وویل: د سیمه ېیزې اردو د سرتېرو په فراغت سره به په پکتیکا کې امنیتي وضعیت نور هم ښه شي او د ګاونډیو غلامانو ته به نور د دې اجازه ور نه کړي چې دوی خپلې شومې موخې پلې کړي.
لونګ دغه راز زیاته کړه چې دوی به په ټول زون کې خپل عملیات پراخ کړي او په وسله والو طالبانو به خپل فشارونه راوړي څو هغوی سولې ته غاړه کیږدي او له جګړې څخه د تل لپاره لاس واخلي.
په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د ځوانانو د همغږۍ د دفتر مشر خورشید امان کټوازي وویل، چې پکتیکا والو تل د خپل نظام پر وړاندې زیاته قربانۍ ورکړې او لا هم د خپلې خاورې د ساتنې په برخه کې هر ډول قربانیو ته چمتو دي.
د سیمه ېیزې اردو قوماندان ډګرمن نصیب الله حمیدي بیا وویل: په دې دوره کې د سیمه ېیزې اردو اووه ټولې روزل شوي چې د پکتیکا په بېلابېلو سیمو کې به پر دندو پیل وکړي.
بل لورته د پکتیکا سرتیري وایي چې دوی له خپلې خاورې او ناموس سره د ساتنې ځانکړې مینه لري او په پوره مینه به د خپلې خاورې ساتنه وکړي.
سرتیرو وویل: که دولت ورته امکانات برابر نه کړي، په خپلو شخصي امکاناتو به هم وسله والو طالبانو ته د دې اجازه ور نه کړي چې په پکتیکا کې امنیتي وضعیت خراب کړي او د بیا رغونې او پرمختګ مخه ونیسي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته