کابل باختر د غبرګولي دريمه :
د سرحدي پوليسو يوقوماندان له ساتوونکي سره يې د ايران پولې ته څېرمه په فراه ولايت کې د ماين د چاودنې له امله ووژل شو .
د فراه ولايت د جوين ولسوال صمديار د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه پرون ناوخته د جوين ولسوالۍ د تپه خواهرانو په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د سرحدي پوليسو د قوماندان يوه موټر په ساحه کې دګزمې په حال کې و چې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او د چاودنې له امله يې د سرحدي پوليسو يو قوماندان له ساتوونکي سره يې ووژل شو .
1 د یوې دقیقې څخه لږ