ټولنه

د بغلان اوسېدونکو د سولې له بهير سره خپل ملاتړ اعلام کړ

کابل باختر د وږي ٢مه
د بغلان خکو دهېواد له پوحيانو، انتخاباتو اوروغې جوړې سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، د بغلان بېلابېلو قشرونو په يوه پرتمينه غونډه کې چې نن په پلخمري ښار کې جوړه شوې وه د سولې له بهير، د جمهوري رياست د انتخاباتو له ترسره کولو او د هېواد له پوځي منسوبانو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د ډبرو سکرو د کان د کلوپ په انګر کې  جوړه شوې وه، د ملکي او نظامي مشرتابه هيئت، د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو وزارت د جرګو د رييس په ګډون سربېره، ګڼ شمېر  ديني عالمانو، ځوانانو او د مدني ټولنې فعالانو هم برخه اخېستې وه.
د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو وزارت د جرګو رييس د ملي يو والي او د هېواد د پولو په ساتنه او پياوړتيا کې د دغه وزارت د موخو اوکاري پروګرامونو په باب  خبرې وکړې او ويې ويل چې د ملي پوليسو ملي اردو او د ملي امنيت د منسوبانو او د نورو امنيتي ځواکونو د سرښندونو او ځان تېريدنو په پام کې نيولو سره له هغو سره ملاتړ د هر افغان ملي او ايماني وجيبه  ده.
د بغلان والي احمد فريد بـسيم هم د دولت په پروګرامونو، د سولې په تحقق او د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د خلکو په پراخ ګډون ټينګار وکړ.
دغه راز په غونډه کې د بغلان امنيه قوماندان سمونوال نياز محمد د دغه ولايت خلکو ته ډاډ ورکړ چې په بغلان کې د هېواد د دښمنانو د ځپلو او د امنيت د تامينولو په لاره کې به له هيڅ راز  هڅو څخه ډډه ونه کړي.
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته