ټولنه

دافغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د لارښوونې له مخې دملکي شهيدانو وارثانو داستوګنې يو اپارتمان او نغدي مرستې ترلاسه کړې.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٧
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست د لارښوونې له  مخې  :
ميرمن نجيبه چې دهيواد يوه ځوريدلې مورده او پخوايې  د سلطان محمد او دمحمد شفيع په نومونو د دې دوه تنه زامن شهيدان شوى دى په نغدي مرستو برسيره  دشاداب ظفر داستوګنې په ښارګوتې کې يو اپارتمان ترلاسه کړ.
د چارو ادارى او د وزيرانو شورا د دارلانشا لوى رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ :. دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي څه  موده  مخکې دکندهار ولايت ته دسفر په بهير کې له دغې کورنۍ سره  يې داستوګنې ديو اپارتمان دورکولو ژمنه کړې وه  چې دجمهوري رياست دلارښوونې داجرا په خاطر دچارو د ادارى او د وزيرانو شورا د دارلانشا د پاليسي مرستيال پوهنمل سيدولي سلطان نن دکابل ښار دخوشحال ميني دشاداب ظفر داستوګنې په بلاکونو کې داستوګنې ديو اپارتمان سندونه  دغې ميرمنې ته  ورکړل .
د دغې کتنې په بهير کې دچارو  د ادارې او دوزيرانو شورا د دارلانشا دمکافاتو
د ادارې  رييس هم حاضر و  .
ديادونې وړ ده  چې پخوا له   دغې کورنۍ سره   دوه سوه زره افغانۍ  نغدي  مرسته شوې  وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته