کابل باخترد جوزا دمياشتې ٣ :
درې تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې د افغان ځواکونو سره د نښې په بهيرکې ووژل شول .
دغه نښته پرون ناوخته د وامې ولسوالۍ د ګوسالې په ساحوکې هغه وخت وشوه چې طالبانو د پوليسو په امنيتي پوستې بريد وکړ.
د نورستان والي تميم نورستاني باخترآژانس ته وويل: په دې نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
د نورستان والي په دې نښته کې د دريو تنو پوليسانو ټپي کيدل هم تائيدکړى دى.
د نورستان سيمه ييزو مقاماتو په پرله پسې توګه دپاکستان په استخباراتي کړيو په نورستان کې د تروريستي ډلوملاتړ تور لګوي.